د لاس رسي وړ اتصالات

یو شمېر کابل ښاریان د یونیفورم پرته وسله والو طالبانو مخنیوی غواړي


د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، اوس هم د طالبانو ځیني امنیتي کسان له یونیفورم پرته له وسلو سره په ښار کې ګرځي چې باید مخه یې ونیول شي.

خو په کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، دا هغه طالبان دي چې په نظام کې د ثبت او نوم ‌لیکنې لپاره له ولایتونو څخه کابل ته راځي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو په ټولنه کې د نظم لپاره د یونیفورم مسلې ته لومړیتوب ورکړی او په کابل کې ټولو پولیسو ته ځانګړی یونیفورم وېشل شوی دی.

هغه زیاته کړه: "د اسلامي امارت اړوند هغه نظامیان چې تر اوسه په کوم ارګان کې نه دي ثبت شوي او له یونیفورم پرته په کابل ښار کې ګرځي، په چیک پواینټونو کې درول کېږي، پوښتنې ترې کېږي او د وسلې ګرځولو کارتونه یې هم کتل کېږي."

د کابل ښار اوسېدونکي وايي که څه هم د طالبانو د بیاواکمنېدو راهیسې د حکومت اړوند امنیتي کسان تر ډېره منظم شوي، خو وايي، لا هم په ښار کې ډېر شمېر وسله وال له یونیفورم پرته ګرځي.

ددغه ښار یو اوسېدونکي وویل: "مسوول پرسونل باید د هغوی له لباس څخه وپیژندل شي. اوس ټولو یو لباس اغوستی، څوک نه پوهیږي چې له کومې مرجع دي."

شنونکي د نظم او ښه امنیت په خاطر د امنیتي مسولینو دپاره یونیفورم اړین بولي. د پوځي چارو کارپوه عزیز ستانکزی وایي: "که [امنیتي پرسونل] یونیفورم ونلري، دوی نه تفکیک کیږي او د خلکو په منځ کې وېره هم خپریږي"

د کابل امنیه قومندانۍ وايي، له یونیفورم پرته وسله وال اکثره هغه طالبان دي چې په نظام کې د نوم ‌لیکنې دپاره له ولایتونو څخه کابل ته راځي.
د کابل امنیه قومندانۍ وايي، له یونیفورم پرته وسله وال اکثره هغه طالبان دي چې په نظام کې د نوم ‌لیکنې دپاره له ولایتونو څخه کابل ته راځي.

خالد ځدراڼ په دې تړاو چې کېدای شي ځیني مجرمین په شخصي کالیو کې ځانونه امنیتي کسان معرفي کړي او جرمونه ترسره کړي، وایي چې امنیتي کسان د دندې او یا عملیاتو پر مهال هرو مرو یونیفورم لري او ټول امنیتي ارګانونه که کومه دنده ترسره کوي، د همغږۍ کمېسیون له لارې یې همغږي کېږي.

دی زیاتوي: "دا چې زموږ حوزه په جریان کې کېږي نه، په خپل سر باندې راځي، بدون له يونیفورم او په غیررسمي وخت کې څوک وړي له ځان سره، دا مجرم دی."

د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، خلک دې په داسې حالتونو کې له اړوندو حوزو سره د حوزو ځانګړو شمېرو له لارې او یا د پولیسو په ۱۰۰ شمېره اړیکه ونیسي.

ځدراڼ وویل: "د ۱۰۰ شمېرې لاندې تقريباً ۳۰ نفره پرسونل کار کوي، هغه په منظم وخت باندې په دقیق او په لنډ وخت کې نږدې پرسونل ته سپاري او هلته اجراات کوي او هغه کسان ګوري چې دا څوک دي، د چا په اجازه راغلي او له هغوی پوښتنې ګروېږني کېږي."

ځدران وویل چې ټولو امنیتي کسانو ته د یونیفورم د وېشلو سره به دا پروسه بشپړه او يونیفورم مسئله هم حل خو د بشپړېدو دپاره یې دقیقه نېټه ونښوده.

د کابل سربېره په ځینو نورو ولایتونو کې هم د طالبانو امنیتي کسانو ته یونیفورم وېشل شوی او دا لړۍ روانه ده.

XS
SM
MD
LG