د لاس رسي وړ اتصالات

حسن اخند: غني ارګ کې بانک جوړ کړی و او پیسې د هغه په امضا ایستل کیدې


دا د طالبانو د رئیس الوزرا لومړنۍ وینا وه.
دا د طالبانو د رئیس الوزرا لومړنۍ وینا وه.

د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند، په خپله لومړنۍ غږیزه وینا کې چې کورنیو مطبوعاتوخپره کړه، وویل چې د طالبانو حکومت د افغانستان د ټولو اوسنیو مشکلاتو مسول ندی او انصاف به نه وي چې د بیو لوړوالي، قحطۍ او فقر مقصر وګڼل شي.

هغه وویل چې دغه ستونزې له دمخه څخه په افغانستان کې موجودې وې او تر ډیره یې پړه هم د اشرف غني په مشرۍ په مخکني حکومت واچوله.

حسن اخند تور ولګاوه چې د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني د عاید لرونکو ارګانونو عواید داسې تنظیم کړي وو چې ټول یې د مالیې وزارت او له هغه ځایه په یو بانک کې چې د ارګ دننه جوړ شوی و، جمع کیدل.

هغه زیاته کړه چې دغه پیسې د اشرف غني (په چک او امضا) ایستل کیدې. هیچا په کې برخه نه درلودله او نه د امر او نه هم کوم مامور له هغه نه خبر نه و".

هغه پدې ادعا سره چې ګواکې طالبانو ډله یواځې "د خدای د رضا لپاره قرباني ورکړې" او د پیسو مینه وال ندي زیاته کړه چې"۱۱ لکه ډالر چې د پخوانیو چارواکو څخه د ارګ په ګوښو کې لویدلي وو طالبالنو وموندل او ماته یې راوړل."

حسن اخند د اوسنیو ستونزو د حل لپاره په بهر کې د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړه: "که د افغانستان د خلکو دغه شتمني، د ملت دغه پیسې د افغانستان حکومت ته ازادې (ورکړل) شي، باور لرم چې د ټولو هغو ستونزو څخه چې زمونږ ملت ورکې غرق دی د خدای په نصرت به خلاص شي."

له دې سره سره یې زیاته کړه چې دغه ستونزې به ژر پای ته ورسیږي او له خلکو نه یې وغوښتل چې د خدای څخه د مغفرت او رحمت دعا وکړي.

متحده ایالاتو او نورو لویدیځو هیوادونو د افغانستان څه دپاسه ۱۰ میلیارد پانګه کنګل کړې او د طالبالنو لاسرسی یې ورته قطع کړی دی. د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک هم افغانستان ته د خپلو مرستو پروګرامونه درولي دي.

د ښځو حقونه:

د طالبانو رئیس الوزرا وویل چې د طالبانو حکومت د افغان میرمنو حقونه او ابرو ساتلې ده.

حسن اخند زیاته کړه: "امارت د ښځو حقونه ټاکي، د ښځو عفت او عزت یې وساته، او د هغوی ابرو یې وساتله. هیڅوګ دومره میړه ندی چې په ټول افغانستان کې یوې ښځې ته په بد نظر وګوري."

هغه زیاته کړه چې د ښځو زده کړې تر ډیره حده په افغانستان کي روانې دي او هیلې شته چې هغوی د زده کړو لپاره لا زیاتې زمینې د اسلام په چوکاټ کې برابرې شي.

د طالبانو ددغه مقام په وینا: "تعلیم پر مسلمانو نارینو او ښځو فرض دی، خو پدې توپیر چې خدای د خپلو بندګانو څخه د شرعي علومو د زده کولو غوښتنه کوي. نور علوم که وخت یې پیدا شو او موقع مساعده وي ستونزه نه وي هر څوک کولای شي د خپلې وسې او توان پورې زده کړې وکړي."

پر افغانستان باندې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته د هلکانو ښوونځي پرانستل شول خو په اکثرو ولایتونو کې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو تګ ښوونځیو ته بند شوی دی؛ هغه اقدام چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې زیږولي دي.

طالبانو د ۱۹۹۶ نه د ۲۰۰۱ میلادی کال تر پایه ښځو ته اجازه نه ورکوله چې د شرعي محرم پرته له کوره ووځي او ښځې او نجونې د زده کړو او په بهر کې د کارکولو له حق څخه محرومې وې.

د خلکو سره چلند

د طالبانو مشرددې ډلې له غړو وغوښتل چې د خلکو سره نرم چلند وکړي او ځانونه په مفشنو ودانیو او سترو موټرو کې قید نکړي.

هغه قاضیانو، والیانو، قوماندانانو او مسوولینو ته امر وکړ چې د ملت پرمخ یې دروازې خلاصې وي او د خلکو خدمتګار اوسي او د هغوی مشکلات ډیر ژر حل کړي.

له دې دمخه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي شورا ویلي وو چې طالبان د پخواني جکومت ملکي او په هکله خپله ژمنه ماته کړې او د هغوی د موندلو لپاره کورونه لټوي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم ویلي چې دغه ډلې حتی د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو په وژلو لاس پورې کړی دی.

خو حسن اخند ، دغه تورنه رد کړل.

ټولشموله حکومت

د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا وویل چې په هر هیواد کې کله چې یو لوری په ټاکنو کې بریالی کیږي ټوله کابینه بدلوي او د خپل پام وړ کسان ټاکي.

نړیواله ټولنه په طالبانو ټینګار کوي چې ټولشموله حکومت دې جوړ کړي او او د میرمنو او نجونو په ګډون دې د اقلیتونو او ټولو افغانانو حقونو ته درناوي وکړي او هم دې نجونو او میرمنو ته د تعلیم او کار کولو فرصت ورکړي.

خو طالبان بیا وایي چې سرپرست حکومت یې ټولشموله دی او وایي لویدیځ پدې ډلې د فشار راوړلو په خاطر پدې ټکي ټینګار کوي.

تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم د خبرداري په توګه ویلي و چې نړیواله ټولنه پدې تیرو شلو کالونو کې پوه نشوه چې په طالبانو د فشار راوړلو تاکتیک ګټه ونکړله.

ملا محمد حسن اخند یو ځل بیا نن پخپلو خبرو کې خپل حکومت ټولشموله او افغان شموله وباله او زیاته یې کړه چې د ټولو افغانانو استازي پکې برخه لري.

XS
SM
MD
LG