د لاس رسي وړ اتصالات

په قطر کې د پنځو طالب مشرانو د سفر بندیز تمدید شو


د امریکا یو جګپوړی چارواکی وايي چې قطر دا منلې ده چې په موقت ډول د هغو پنځو طالب مشرانو پر سفر باندې بندیز تمدید کړي چې د امریکا د ګوانتنامو د زندان څخه تیرکال د یوه امریکايي عسکر د آزایدو په مقابل کې قطر ته وسپارل سول او پر سفر باندې یې بندیز ولګول سو. په عین حال کې امریکا دا منلې ده چې څو امریکایان په یمن کې د هوثي یاغیانو په قید کې دي.

ټاکل شوې وه چې پر پنځو طالب مشرانو باندې د سفر د یو کلن بندیز موده نن د دوشنبې په ورځ پوره سي، خو امریکايي چارواکي وايي چې ددغه مشرانو د شرنوښت په هکله د یوه ډیپلوماتیک حل لارې تر معلومېدو پوري به پر دوي باندې لګول شوی بندیز، پرخپل ځای پاته وي. پر دغو کسانو باندې د ۲۰۱۴ کال د مې په میاشت کې د سفر بندیز ولګول سو.

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې یا سي آی ای مشر جان برینن د امریکا د سي بي اس د تلویزوني چینل سره په مرکې کې وویل چې پنځه سره طالبان د افغانستان اتباع دي او دی په خپله شخصاْ د قطري د چارواکو سره په تماس کې دی چې هغه حل لاره په نظر کې ونیول سي چې د امریکا د ملي امنیت ګټې په کښي خوندي وي.

ښاغلي برینن داسې وویل ،،زما هدف دا دی چې دا یقیني کړم چې دوي ته اجازه ورنکړل سي چې افغانستان ته د جګړې دپاره ستانه سي. زه فکر کوم چې زمونږ دغه پریکړه د څار او ټولنې ته د دوي د بیرته ستنیدو د بهیر برخه ده. مونږ پر داسې لارو چارو غور کوو چې افغانان او قطریان دواړه ورسره موافق وي. زه فکر کوم چې اوس هم مونږ په دې برخه کې پر موجودو امکاناتو باندې غور کوو.،،

تیرکال قطر دا ومنله چې دغه پنځه طالبان به په خپله خاوره کې تر نظر لاندې وساتي. پنځه سره طالبان د امریکا د پوځ د یوه خورد ظابط، بوې بورګدال د آزادیدو په مقابل کې قطري چارواکو ته وسپارل سول.

بوردګدال پنځه کاله د طالبانو په بند کې تیر کړل. هغه په افغانستان کې خپله امنیتي پوسته پرېښې وه او د طالبانو په لاس ورغلی و. بورګدال په امریکا کې د خپلې پوستې د پرېښودو په تور تورن سو.

د حقاني شبکې سره د آزاد شویو طالبانو اړیکې

د امریکا د کانګرس د یوه غړي له قوله، په قطر کې د پنځو طالب مشرانو له ډلې نه یوه یې په افغانستان کې د تیرکال په ترڅ کې د حقاني د شبکې سره چې د القاعدې ملګرې ډله ده، اړیکې ټینګې کړي دي. د پنځو کسانو له ډلې نه څلور تنه یې د ملګرو ملتونو په تور لست کې شامل دي او شتمنۍ یې کنګل سوي دي. خو ملګري ملتونو وايي چې پر دغو کسانو باندې د ملګرو ملتونو له خوا د سفر جلا بندیز لګیدلی دی لیکن د ملګرو ملتونو دغه بندیزونه د پامه غورځول سوي دي.

په واشنګټن کې میشت، د نږدې ختیځ د مطالعاتو د مرکز کارپوه جیمس جیفريس چې پخوا په عراق کې د امریکا سفیر و، وايي چې هغه مطمین دی چې امریکا پر قطر باندې ډیر فشار اچولی دی چې دغه طالبان پرې نږدي چې د قطر څخه ووځي.

هغه داسې وايي ،،کله چې دا خبره راپورته سوه چې دوي پلان لري چې سفر وکړي نو ټول په غوصه شول. امریکایانو ته اطمینان ورکړل شوی و چې د قطر چارواکي به دا یقیني کړي چې دغه پنځه مشران بیرته جګړې ته ستانه نشي او زمونږ د ځواکونو سره جنګ ونکړي. مونږ اوس هم په افغانستان کې ۹۸۰۰ عسکر لرو. که چیري دغه کسان آزاد کړل شی نو دوي به بیرته جګړې ته ستانه شي.،،

په داسې حال کې چې امریکا د پنځو طالب قوماندانانو د آیندې پر سر مزاکرات کوي، په سعودي عربستان کې د یمن د حکومتي چارواکو له قوله امریکا د هوثي یاغیانو سره هم په خبرو بوخته ده چې په یمن کې روانې جګړې ته څه ډول حل لاره پیدا کړل سي.

د آسټرالیا د موناش د پوهنتون د تروریزم د برخې تحلیل کونکی ګریګ بارټن وايي چې دا ستونزمنه ده چې د امریکا او هوثي یاغیانو ترمنځ دي د سعودي عربستان د هوکړې پرته چې د امریکا یو مهم متحد دی، کوم مزاکرات وسي. سعودي عربستان د روان کال د مارچ د میاشتې راهیسې په یمن کې د هوثي یاغیانو پرضد د هوايي بمباریوو کمپاین پیل کړی دی.

ښاغلي بارټن داسې وویل ،،مخکي له دې نه چې دغه مزاکرات وسي، د سعودي عربستان سره به ډیر زیات د تړلو دروازو ترشا مزاکرات ترسره سي. دا چې سعودي عربستان د دې اقدام څخه خوشحاله دی او که نه دی دا معلومه نه ده خو زه فکر کوم چې دوي به تشویق کړل شي چې همدغه، د حل لارو له جملې څخه یوه حل لاره ده. که دوي خوشحاله هم نه وي نو قبول به یې کړي. خو په زړه پوړې به دا وي چې سعودي عربستان په عامه څه ډول غبرګون څرګندوي.،،

د هوثيانو سره د امریکا مزاکرات—سعودي عربستان

د یادونې وړ ده چې سعودي عربستان د میاشتو راهیسې پر یمن کې باندي هوايي بمبارۍ کوي. خو عمان چې د خلیج د همکارۍ د شورا غړی هیواد دی، د سعودي عربستان په مشري هوايي بمباریوو کې یې برخه نه لري.

تیره اونۍ د ملګرو ملتونو په مینځګړیتوب د یمن په هکله د سولې کنفرانس وروسته له هغه نه وځنډول سو چې د یمن معزول سوي ولسمشر عبدو ربو منصور هادي دا وغوښتل چې د مزاکراتو مخکي دي هوثي یاغیان د ملګرو ملتونو پریکړه لیک ته درناوی وکړي او هغه سیمې دې پریږدي چې دوي نیولي دي.

په عین حال کې د امریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼې لیکلي دي چې هوثي یاغیانو لږ تر لږه ۴ امریکایان په پایتخت صنعا کې یرغمل نیولي دي او په یوه زندان ک یې اچولي دي. دغه ورځپاڼه وايي چې یوه ته اجازه ورکړل سوې وه چې امریکا ته ستون سي خو یاغیان بیرته د خپل پریکړې نه منصرف سول.

د واشنګټن پوست ورځپاڼه لیکي چې څلور امریکایانو چې درو تنو یې د خصوصي سکتور دپاره کار کوی او څلورم کس یې د یمن او امریکا دواړه تابعیتونه لري او کار یې معلوم نه دی، د امریکا د تروریزم ضد عملیات یې مغلق کړي دي.

دغه راز پنځم امریکايي تبعه چې شریف موبلي نومېږي د څو کلونو راهیسې د ترهګرۍ په تور نیول سوی دی او په یمن کې بندي دی.

واشنګټن پوست لیکي په لسګونو تنه امریکايي اتباع په یمن کې دي چې یا نسي کولای چې ددغه هېواد څخه راووځي او یا هم په خپله خوښه په دې هېواد کې پاته سوي دي. امریکا په یمن کې د روان کال د فیبرورۍ په میاشت کې خپل سفارت وتړی.

XS
SM
MD
LG