د لاس رسي وړ اتصالات

جګړه د کندز د ښار له منځ څخه ددغه ښار څنډو ته وتلې


طالبانو د دوشنبې سهار پهکندز له څلورو خواو عملیات پیل کړل چې په ترڅ کې یې د دغې ورځې په اوږدو کې په دغه ښار کې ډیرې سیمې ونیولې.
طالبانو د دوشنبې سهار پهکندز له څلورو خواو عملیات پیل کړل چې په ترڅ کې یې د دغې ورځې په اوږدو کې په دغه ښار کې ډیرې سیمې ونیولې.

بیګاه شپه افغان ځواکونو د ښار ځینې برخې چې مخالف وسله وال په کې نه وو نیولي دي، او سهار وختي د افغان ځانګړو ځواکونو په راتګ سره له هغو ودانیو څخه پر افغان ځواکونو ډزې پیل شوې چې د شپې په کې د دولت وسله‌وال مخالفین ځای پر ځای شوي وو.

افغان ځواکونه له سهار راهیسې توانیدلي چې د پولیسو لومړۍ او دویمه حوزه ونیسي، اوس مهال د ښار غرب لور پر دریمه حوزه د سپین زر فابریکې شاو خوا جګړه روانه ده.

د کندوز د والي ویاند محمود دانش وايي چې ښار کې افغان ځواکونه ځای پرځای شوي خو د کور په کور په تالاشۍ په موخه به له ماسپښین وروسته پراخ عملیات پيل کړي.

د کندوز په ښار کې د جګړې په دویمه افغان ځواکونو طالبان د ښار څنډو ته ویستلي دي، طالبانو د سه درک په سیمه کې د کندوز د والي اسدالله عمرخیل کور ته اور هم اچولی دی.

محمود دانش وايي چې تر اوسه پورې په جګړه کې د تلفاتو په اړه دقیق معلومات ځکه نشته چې قواوې په ښار کې په جګړه اخته دي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د تیرې شپې په جګړه کې نږدې دیرش تنه وسله‌‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې ګډې خبري غونډې ته وویل، د کندز ښار لومړۍ، دویمه او دریمه حوزه په بشپړه توګه د وسله‌والو طالبانو له موجودیت څخه پاکه شوې او په دغه ښار کې د افغان کمانډو ځواکونو له خوا چاڼیز عملیات پیل شوي دي.

هغه وویل "د ذاخیل، علي‌خیل، خاکنۍ، باغ شرکت، چرخاب او الچین کې په شدت سره دوام لري، دا هغه سیمې دي چې تیره ورځ هم په کې دښمن فعالیت درلود".

ښاغلي صدیقي وویل، چې له سلو زیات ځانګړي او کمانډو ځواکونه په سیمه کې عملیات پیل کړي او ټاکل شوې چې نن د کندز د تصفیې په موخه پراخ عملیات پیل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې وسله‌وال مخالفین د دغه هیواد په مختلفو سیمو کې پراخ تحرکات لري خو په دې بریالي شوي نه دي چې په دغه هیواد کې ځان ته مرکزونه جوړ کړي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د کندز جګړو ته په اشارې وویل، وسله‌والو طالبانو د بروکسل د کنفرانس په درشل کې هڅه وکړه چې نړیوالو ته خپل موجودیت وښيي خو افغان ځواکونو یې مخه ونیوله.

ښاغلي وزیري وویل "د کندز ښار جنوب، جنوب غرب او غرب خواته تحرکات دي، چې هغه د کندز له ښار څخه بهر دي".

د جنرال وزیري پر وینا، په کندز ښار کې د خلکو د کورونو د ورانېدو او د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره افغان پوځ په سیمه کې له بمباریو او د درنو وسلو له استعمال څخه ډډه کوي او د کمانډو ځواکونو په مټ چاڼیز عملیات پرمخ وړل کیږي.

د کندوز د حوزوي روغتون مشر ډاکتر محمد نعیم منګل مطبوعاتو ته وویل چې له اندازې ډیر مصروف دی او نه شي کولای چې ددوي لپاره د ټپيانو او وژل شویو کسانو ارقام راټول کړي هغه وویل چې ژورنالیستان باید روغتون ته ورشي او د ټپيان ارقام خپله وګوري ځکه چې دوي له عملیات خونې څخه د وتلو لپاره وخت نه لري.

هغه په پای کې وویل "ټپيان له اندازې ډیر دي تاسو خپله روغتون ته راشئ، د راجستر کتابونه مو خدمت کې دي ارقام وګورئ".

د ملي امنیت یو بل مامور چې بیګاه شپه یې د ښار په ځینو برخو کې پرمختګ کړی و وايي چې دوي خپل دفتر ته رسیدلي دي، خو لا هم د خان اباد بندر په سیمه کې له ځینو تعمیرونو څخه وسله وال طالبان غلچکۍ ډزې کوی.

د کندوز عام خلک چې کورونه یې د ښار جنوبي څنډې ته د قیر سرک پر سر دي، لارو ته راوتلي، د افغان ځواکونو او جګړې ننداره کوي.

ددغو خلکو له ډلې څخه یوتن محمد نسیم وايي چې دغه ډول کسان چې د جګړې په وخت کې له کوره دباندې وي اکثره وخت د هوايي مرمیو له امله یا وژل کیږي او یا هم ټپیان کیږي.

یو تنکی ځوان هغه وخت ټپي شو چې مطبوعاتو په همدغه سیمه کې چې د ښار خواته د جګړي اخري لیکه ده په راپور جوړولو بوخت وو.

د بلې خوا په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو قومانداني وایي چې افغان ځواکونه د کندز کنټرول په لاس کې لري.

ددغو ځواکونو له خوا په بیان کې چې د ټویټر په پاڼه خپور شوی ویل شوي چې تیره شپه کندز ته تازه دم افغان امنیتي ځواکونه رسیدلي دي.

په دغه بیان کې ویل شوي چې امریکایي ځواکونه افغان ځواکونو ته د هوایي ملاتړ او مشورې ورکولو لپاره چمتوالی لري او که اړتیا پیښه شي دا ځواکونه مرستې ته چمتو دي.

طالبانو په یو بیان کې چې د دغې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر په پاڼه خپور کړی ویلي چې همداوس د کندز ښار کې د والي په دفتر سخته جګړه روانه ده.

خو د طالبانو ویاند په دې برخه کې نورجزئیات نه دي ورکړي.

طالبانو د دوشنبې په سهار د کندز په ښار له څلورو خواو عملیات پیل کړل چې په ترڅ کې یې د دغې ورځې په اوږدو کې په دغه ښار کې ډیرې سیمې ونیولې.

د بغلان – مزارشریف لار د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شوه

د کندز په ښار د وسله والو طالبانو د بریدونو وروسته طالب وسله والو د بغلان په ولایت کې هم تیره ورځ د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه ترسره کړل چې له امله یې د چشمه شیر په سیمه کې د بغلان – مزارشریف لاره هم د ترافیکو پرمخ وتړل شوه.

اوس د بغلان ولایتي چارواکي وایي دا لار بیرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې ده.

د بغلان ولایت د پولیسو د قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د طالبانو سره د تیرې ورځې په جګړو کې لس طالب وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو د بغلان د پولیسو د ویاند څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د خانشین ولسوالۍ د نیولو ادعا

طالبانو ادعا کړې چې د هلمند ولایت د خانشین ولسوالۍ مرکز او د امنیه قوماندانۍ ودانۍ یې نن د یوې لنډې جګړې وروسته نیولي دي. طالبانو د ټویټر په پاڼه لیکلي چې د دغې ولسوالۍ شاوخوا ته ټولې پوستې یې هم نیولي دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت د افغان امنیتي ځواکونو له لاسه د خانشین ولسوالۍ وتل په کلکه رد کړي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د خانشین او د ناوې ولسوالۍ دواړه د افغان ځواکونو په لاس کې دي.

د بلې خوا په افغانستان کې د مشیتو د قاطع ملاتړ ماموریت د ځواکونو قوماندانۍ په یو بیان کې چې د ټویټر په پاڼه خپور کړي ویلي چې د هلمند د ناوې ولسوالۍ د افغان ځواکونو په لاس کې ده.

تیره ورځ طالبانو په یو بیان کې د دغې ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې وه، چې د هلمند ولایت د ولسي جرګې د یو غړي له خوا هم د طالبانو لاس ته د دغې ولسوالۍ لویدل تائید شوي وو.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG