د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو بیا د جاني خیلو د ولسوالۍ مرکز نیولی دی


افغان ځواکونو شپږ ورځې وړاندې د جاني خیلو د ولسوالۍ مرکز له طالبانو نیولی و.
افغان ځواکونو شپږ ورځې وړاندې د جاني خیلو د ولسوالۍ مرکز له طالبانو نیولی و.

د پکتیا د ولایتي شورا چارواکي وایي، چې وسله والو طالبانو تیره شپه بیا د دغه ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ مرکز له افغان ځواکونو څخه نیولی دی.

خو د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال توريالی عبدياني وايي، چې افغان ځواکونه د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د ولسوالۍ له مرکز څخه یو کیلو متر شاته شوي دي.

د رپوټونو له مخې د جاني خیلو د ولسوالۍ د مرکز د بیا نیولو په جګړه کې وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د پکتيا د ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل امريکاغږ ته وويل، چې پرولسوالۍ اوړمه ورځ وسله والو طالبانو سخت بريدونه پيل کړل، چې په نيتجه کې يې تېرماښام د ولسوالۍ مرکز يو ځل بيا د هغوی لاس ته ولوېده.

منګل وويل، چې په دغه جګړه کې شاوخوا لس افغان امنيتي ځواکونو او شلو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او جګړه د ولسوالۍ له مرکز څخه لږ وړاندې د لوړاي په کنډو کې روانه ده.

په همدې حال کې د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال توريالی عبدياني وايي، چې د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره يې د ولسوالۍ له مرکز څخه يو کيلومتر شا تګ کړی دی.

عبيديانی زياتوی، چې په جګړه کې د دوی دوه سرتېري او پنځلس وسله والو طالبان وژل شوي او درې حکومتي سرتېري ټپيان شوي هم دي.

په ورته وخت کې طالبانو رسنيو ته په يوه استول شوي بيان کې ويلي، چې د جاني خېلو لسوالۍ د بيا نيولو په جګړه کې يې تېرماښام لسګونه افغان امنيتي سرتېري وژلي او ټپيان کړي دي.

دا ولسوالۍ د جولای په ۲۵ مه نيټه هم وسله والو طالبانو نيولې وه، خو شپږ ورځې وړاندې افغان ځواکونو دا ولسوالۍ بیرته په کنترول کې واخيستله. د تېر يو کال راهيسې دا دريم ځل دی چې جاني خېلو ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاسته لوېږي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG