د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو ویاند: د عمومي عفوې څخه سرغړونکي مجازات کیږي


امریکا او غربي هیوادونو د طالبانو غوښتي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پخوانیو غړیو د وژل کیدو په هکله څیړنې وکړي.
امریکا او غربي هیوادونو د طالبانو غوښتي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پخوانیو غړیو د وژل کیدو په هکله څیړنې وکړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د لویدیځو هیوادونو هغه ادعاوې رد کړې چې ویلي طالب وسله د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو غړي وژني.

عبدالقهار بلخي د یکشنبې په ورځ ډسمبر پنځمه (لیندۍ۱۴) دا څرګندونې یوه ورځ وروسته تر هغه وکړې چې امریکا او یو شمیر لویدیځو هیوادونو د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د وژل کیدو راپورونه وغندل او پدې هکله یې د ژر تر ژره څیړنو غوښتنه وکړله.

ښاغلي بلخي د دې تورونو په ځواب کې په ټویټر کې لیکلي، " مجاهدین د بخښنې د فرمان تطبیق ته پوره ژمن دي او د مخکنۍ ادارې کار کوونکي د پخواني مخالفت له کبله نه زورول کیږي. که د اسلامي امارت هر غړی د عفوې له فرمان څخه سرغړاوه کوي، قانوني جلند ورسره کیږي او مجازات کیږي."

ښاغلي بلخي همدارنګه لیکلي چې د "پیښو کلکه پلټنه کیږي خو بې ثبوته شایعات د اعتبار ور ندي".

د امریکا د متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې، بریتانیا، جاپان او یو شمېر نورو هېوادونو په افغانستان کې د طالب وسله والو لخوا د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د غړیو د وژل کیدو د راپورونو په هکله په اعلامیې کې ویلي: "مونږ له محکمې پرته د افغان امنیتي ځواکونو د پخوانیو سرتیرو د هغو وژنو او تري تم کولو په هکله ژوره اندېښنه لرو چې د بشري حقونو د څار سازمان او نورو سازمانونو له خوا یې راپور ورکړل شوی دی."

اعلامیه زیاتوي: "مونږ ټینګار کوو، چې دغه ډول کړنې د بشر له حقونو څخه جدي سرغړونې دي او د طالبانو له خوا د عمومي عفوې له اعلان سره په تضاد کې دي."

طالبان په افغانستان کې واک ته تر رسیدو ورسته د نړیوالې ټولنې د فشار لاندې دي چې په بیلا بیلو برخو کې پخپلو کړو ژمنو وفا وکړي چې د ټولشموله حکومت جوړولو تر څنګ د میرمنو او اقلیتونو حقونو ته درناوی پکې شامل دي.

د بشري حقونو د څار سازمان تیره اونۍ یو رپوټ خپور کړ چې د افغان امنیتي ځواکونو د پخوانیو سرتیرو د وژلو ۴۷ پېښې یې مستند کړي، دغه سرتیري یا طالبانو ته تسلیم شوي وو او یا هم د طالبانو له خوا د اګست د میاشتې له نیمايي د اکټوبر تر وروستیو پورې نیول شوي وو.

XS
SM
MD
LG