د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو رد کړه خو ولسمشر غني د لسو نورو ورځو لپاره هم اوربند وغځوه


د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې هم خلکو د اوربند غځولو غوښتنه وکړه
د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې هم خلکو د اوربند غځولو غوښتنه وکړه

د اوربند د غځولو له لویو غوښتنو سره سره طالبانو ویلي‌ چې دوی به بېرته خپل بریدونه پیل کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره اعلان شوی اوربند د لسو نورو روځو لپاره هم وغځوه.​ د ارګ اعلامیه وايي ښاغلي‌ غني‌ د ملي امنیت د شورا په غونډه کې (یکشنبه جون۱۷) د اپرېکړه وکړه.

تر دغه اعلان څو ساعته مخکې طالبانو د اختر د درې ورځني‌اوربند د غځولو لپاره د ولسمشر اشرف غني‌ وړاندیز رد کړی او ویلي‌ دي چې د دوی اعلان شوی اوربند د یکشنبې په ماښام (جون۱۷) ختمیږي.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د اوربند د غځولو نیت نلري ‌او" خپل عادي عملیات" به بیا پیل کړي.

ولسمشر غني د اختر په دویمه ورځ له طالبانو سره اعلان شوی اوربند تر نامعلومې مودې وغځوه او د ښه نیت له مخې یې د چرخي پله له زندان څخه یې ۴۶ طالب بندیا هم ازاد کړل.

امریکا، برتانیا او ناټو د ولسمشر غني د دغې پرېکړې ننګه یې وکړه او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې چمتو دي له طالبانو سره د سولې د خبرو زمینې برابرې کړي.

د افغانستان په یو شمېر سیمو کې ولسي خلکو هم د دغه اوربند د غځولو غوښتنې کړې دي.

خو دغه اوربند کور دننه هم یو شمېر مخالفان درلودل. د افغانستان د ملي امنیت پخواني ‌مشر امرالله صالح په خپل فیسبوک کې لیکلي‌ وو چې هره لحظه د فریب او ناورین خطر موجود دی. د ملي‌ شوراځینې غړو هم پر دغه اوربند انتقاد کړی و او ویلي که طالبان یې ونه مني ولسمشر به یوازې پاتې شي.

رویټرزې اژانس په کابل کې د لویدیځ‌ د یوه ديپلومات له خولې لیکلي‌ دي چې د ولسمشر غني طرحه قوي وه خو که طالبان اوربند ونه غځوي ناوړه پایلې به ولري.

په دغه درې ورځني اوربند کې سلګونه طالبانو د یو شمېر ولایتونو مرکزونو ته ولاړل د أفغانستان له امنیتي‌ ځواکونو او عامو خلکو سره اختري مبارکۍ وکړي‌ او د اوربند خوښي یې ولمانځله.

XS
SM
MD
LG