د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د افغانستان په هکله د بنیت راپور له 'واقعیته لیرې' دی


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارد بینټ راپور له هغه حقیقت نه لیرې بولي چې ددغه وزارت د وینا پر اساس، ښاغلي بنیټ افغانستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې په سترګو ولید او د طالبانو له چارواکو سره ورباندې وغږېد.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي، چې د طالبانو حکومت ښاغلي بینټ ته سپارښتنه کوي چې د یوه بې طرفه او مسلکي راپور ورکوونکي په توګه د ټولنې ناخوالې او د بشري حقونو په اړه پرمختګونه په عادلانه او متوازن ډول ترلاسه او نړیوالو ته ورسوي.

ښاغلي تکل وویل:" په دې ورستیو کې ښاغلي بینټ خپل ایمیل آدرس د ټویټر له لارې له خلکو سره شریک کړ او غوښتنه یې کړې چې د بشري حقونو په اړه شکایتونه دې له ده سره شریک کړي... داسې راپورونه چې د شخصي نا ثابته ادعاوو، مجازي سرچنو او د مغرضانه شخصي ایمیلونو پر بنسټ جوړ شوي وي، په ټوله نړۍ کې له علمي او مسلکي اصولو لیري دي او د اعتبار وړ ندي".

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي چې افغانستان ته د ښاغلي بنیټ د سفر په جریان کې د طالبانو حکومت د بیلابیلو چارواکو لخوا هغه ته ټول هغه شواهد وړاندې شوي کوم چې په افغانستان کې د بشري حقونو د پرمختګ ښکارندوی کوي، خو د اعلامیې په خبره، "ښاغلی بینټ په خپلو بیانونو کې پر ټولو پرمختګونو سترګې پتې کړي، د نوموړي داډول کړني د همکارۍ روحیې ته زیان اړوي".

ښاغلي تکل وویل: " داسې نامتوازن، غیرعادلانه او یو اړخيز بیانونه نه یوازې په کابل کې د ښاغلي بینټ د څرګندونو خلاف دي بلکه د یوه غیر مسلکي او مغرض راپور ښکاره بیلګه ده او د افغانستان او نړۍ تر منځ د واټنونو د زیاتوالي او د یوه اسلامي نظام د بدنامولو په موخه وړاندي کیږي، چې په دې لحاظ غیر معتبر او په کلکه د غندلو وړ دي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنیټ د چهارشنبې په ورځ د ملګروملتونویوې غونډې ته وویل، چې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو اوسنی شاتګ، ددغه هیواد په تاریخ کې بې ساری دی.

بنیټ وویل، د تیرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو په نسبت، دا شاتګ، د هغو شاتګونو په نسبت لوی دی چې افغان میرمنو او نجونو په ۱۹۹۶ میلادي کال کې چې طالبانو په افغانستان کې په لومړي ځل واک ترلاسه کړ، تجربه کړی وو.

ریچارډ بنیټ د نجونو ټولو ښوونځیو بندیدو او ښځې په پراخ ډول له کار، ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ژوند څخه محرومیدو ته اشاره وکړه او ویې ویل، ددغو اقداماتو موخه له ټولنې څخه د ښځو ګوښه کول دي.

هغه وویل، چې د افغان میرمنو بنیادي حقونه او آزادي مرحله په مرحله د طالبانو په لارښونه، له هغوی څخه اخیستل شوي او افغانستان د میرمنو لپاره په بدترین هیواد بدل شوی دی.

د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په دې غونډه کې، افغانستان کې د قومي او مذهبي اقلیتونود حقونو په اړه هم خبرې وکړې او وې ویل، چې د هزاره ګانو، صوفيانو، سیکهانو او هندوانو په ګډون د اقلیتونو بشري وضعیت، د رسنیو د آزادۍ ځپل، بشري کړکیچ، له مجازاتو څخه معافیت او نه حساب ورکول هغه نور موارد دي چې په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت ښکارندویي کوي.

بنیټ وویل، په پنجشیر کې حتی له ملکي کسانو څخه په دې پلمه چې د مقاومت ملې جبهې متحدین دي، پوښتنې او څیړنې کیږي، د هغوی کورونه پلټل کیږي، په خپل سر نیول کیږي، شکنجه کیږي او لادرکه کیږي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ددغو څرګندونو څو ساعته دمخه هم د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د راپورونو په ترتیبوونکو باندې کلک انتقاد کړی و او ویلي و، چې د دغه حکومت له خوا د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د بشر حقونو او بشري وضعيت د څار لپاره ګومارل شويو ادارو او اشخاصو ته د بې پرې څېړنو او واقعيت موندنو لپاره یې هر ډول اړينې اسانتياوې برابرې کړي او په دې برخه کې اړينه همکاري ور سره کوي.

د طالبانو په اعلامیه کې زیاته شوې وه چې د ملګروملتونو اداري هم باید "اخلاقا له دغي مثبتي روحیې څخه ناوړه استفاده" ونه کړي.

د شیبا روفي په نوم د ښځو د حقونو یوه فعاله وايي، چې افغانستان کې روان وضعیت د بهرنیو هیوادونو د لاس وهنو زیږنده دی او ښځې په دغه هیواد کې د نړیوالو ادارو د ملاتړ پرته بل امید او هیله نلري.

میرمن روفي وویل:" د بشري حقونو په برخه کې منځګړي لکه د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید په دې باندې ټینګار وکړي چې بیطرفه پاتې شي ځکه چې نړیوال قوتونه د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره افغانستان کې په غیر رسمي اړیکو ساتلو کې ښکیل دي. دا غیر رسمي اړیکې ددې سبب کیږي چې د افغانستان وضعیت بدل نشي".

شیبا روفي وايي، د افغانستان د وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې څیړنې مهمې دي او که دا څیړنې په واقعي ډول نړۍ ته وړاندې شي نو د افغانانو د بشري وضعیت له ښه کیدو سره به مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG