د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو پنجشیر کې د خپل هلیکوپتر بیړنۍ ناسته تائید کړه


د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د پنجشیر په ولایت کې د مقاومت د ملي جبهې له خوا د یو پوځي هلیکوپتر نسکوریدل رد کړي، خو ویلي یې دي چې د دوی یو پوځي هلیکوپټر د تخنیکي ستونزو له امله په دغه ولایت کې بیړنۍ ناسته کړې ده.

د احمد مسعود په مشرئ د طالبانو د حکومت مخالفې جبهې د پنجشنبې په ورځ د دغې جبهې د وسله والو له خوا د پنجشیر ولایت د "ارزو درې" د غرونو په لوړو برخو کې د طالبانو د یو پوځي هلیکوپتر د نسکوریدو ادعا کړې وه.

د دغې جبهې د ویاند صبغت الله احمدي د ادعا له مخې، په روسیه کې د دغه جوړ شوي 'ایم آی۱۷' هلیکوپتر څلور تنه عمله هم د مقاومت ملي جبهې له خوا نیول شوي دي.

ښاغلي احمدي وویل: "بندیان په ښه وضعیت کې دي او هغوی سره د اسلامي او انساني ارزښتونو پر اساس ډیر ښه چلند کیږي".

خو د پنجشیر ولایت د والي ویاند ابوبکر صدیق د جمعې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۷) امریکا غږ ته وویل: "دا یوه بې اساسه ادعا ده. د اسلامي امارت د ځواکونو يو پوځي هلیکوپتر د تخنیکي ستونزې له امله په یوه لرې ساحه کې، چې البته د اسلامي امارت د ځواکونو تر څارنې لاندې ده، د ارزو کوتل په لمن کې بیړنۍ ناسته کړې ده".

ښاغلي صدیق د مخالفې جبهې له خوا د دغه هلیکوپتر د عملې د غړو د نیول کېدو ادعا هم رد کړه او ویې ویل چې دا مسله هیڅ حقیقت نلري.

ارزو دره په پنجشیر ولایت کې د هندوکش په لوړو سیمو کې پرته ده، چې د مقاومت د ملي جبهې د ادعا له مخې د دغې جبهې وسله وال د دغې سیمې په ځینو برخو کې حضور لري او په دغه دره کې اکثره د طالبانو له وسله والو سره جګړې کوي.

پنجشیر کې یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې په وروستیو ورځو کې طالبانو یو ځل بیا په دغه ولایت کې پوځي تحرکات زیات کړي او په تیرو دوو ورځو کې یې د ځمکې او هوا له لارې خپل وسله وال د ولایت له مرکز څخه د غرونو لوړو برخو ته انتقال کړي دي.

دا سرچینه وايي، طالبانو د پروان ولایت د سالنګ له ولسوالۍ د ځینو برخو څخه هم خپل وسله وال د ارزو کوتل ته لیږدولي چې د دغې سرچینې د ادعا له مخې د لارې په اوږدو کې د مقاومت د ملي جبهې د وسله والو د کمین سره هم مخ شوي دي.

دغې سرچینې ویلي چې پرون د مقاومت د ملي جبهې د وسله والو په ډزو کې هلیکوپتر ته زیان رسیدلی دي. خو د پنجشیر د والي ویاند په دغه ولایت کې د طالبانو د حکومت د وسله والو پراخ حضور رد کړ او وویل چې په دغه ولایت کې وسله وال مخالفین کومه جبهه نلري او نه هم وسله وال مخالفین یې د طالبانو د ځواکونو پر وړاندې د مقاومت توان لري.

د تیرو څو اونیو راهیسې د طالبانو وسله وال مخالفین د پنجشیر ولایت سربیره د تخار او بغلان ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې د طالبانو د وسله والو سره د پرله پسې جګړو راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG