د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د اتریش یو تبع چې تیر کال یې نیولی و خوشې کړ


طالبانو تیر کال دا ۸۴ کلن اتریشی نیولی و او د یکشنبې په ورځ یې خوشې کړ.
طالبانو تیر کال دا ۸۴ کلن اتریشی نیولی و او د یکشنبې په ورځ یې خوشې کړ.

د طالبانو حکومت یکشنبه فبروري ۲۵ (کب شپږمه) د اتریش یو اوسیدونکی چې تیر کال یې په افغانستان کې د سفر پر مهال نیولی و، خوشې کړی او قطر ته ورسید.

د اتریش د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا ۸۴ کلن شخص هیربیرت فریتز نومیږي او په سیمه ایز وخت یکشنبه له غرمې وروسته د افغانستان څخه د قطر پایتخت دوحې ته ورسید. په اعلامیې کې ویل شوي چې د لازمې درملنې وروسته به ښاغلی فریتز اتریش ته ستون شي.

سره له دې چې طالبانو تر اوسه د دې اتریشي خوشې کیدو او نیول کیدو په هکله څه ندي ویلي خو د اتریش د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې اې پي خبري اژانس ته ویلي چې ښاغلی فیتز د کابل یو زندان کې ساتل کیده.

ویاندې دا ندي ویلي چې دا اتریشی په کوم تور په کابل کې بندي و.

په عین حال کې د اتریش صدراعظم کارل نیهامر د قطر د امیر شیخ تمیم حماد الثاني او ټیم څخه مننه کړې چې د افغانستان څخه د دې اتریشي تبع د خوشې کیدو لپاره یې هلې ځلې کړیدي.

د اتریش مشر په یوې اعلامیې کې ویلي، " دا زمونږ د اعتباري همکارۍ نتیجه ده چې د اتریش یو تبع خپلو لوڼو او لمسیانو ته بیرته ستنیږي".

د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم د اکس په شبکې کې په یوې اعلامیې کې د طالبانو د حکومت څخه د دې اتریشي تبع خوشې کیدو په خاطر مننه کړې.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د قطر حکومت په ګڼ شمیر مهمو موضوعاتو کې په سیمه ایزه او نړیواله کچه د یو اعتباري همکار په توګه ځان ثابت کړی او دا یې هم ویلي چې په سوله ایزو لارو د شخړو حل کولو لپاره خپل منځګړتوب او دیپلوماسۍ ته دوام ورکړي.

طالبانو، قطر او اتریش د دې ۸۴ کلن اتریشي په هکله څه ندي ویلي چې د کوم هدف لپاره افغانستان ته تللی و.

خو د اتریش یوې ورځپاڼې تیر کال راپور ورکړی و چې هیر بیرت فریتز پدې هیواد کې سابقه لرونکی افراطي او د ملي دیموکراتیک ګوند په نامه د یوې افراطي ډلې یو باني هم دی چې په ۱۹۸۸ کال کې یې په فعالیت بندیز ولګید.

په راپور کې ویل شوي و چې د اتریش دې اوسیدونکي په یوې مجلې کې په افغانستان کې د خپل سفر په هکله د "طالبانو سره رخصتي" تر عنوان لاندې لیکنه خپره کړې وه چې د همدې لیکنې څخه لږه موده وروسته طالبانو ونیوه.

سره له دې چې ښاغلي فریتز پدې لیکنې کې د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې د ژوند کولو په باره کې مثبتې خبرې کړې وې خو د ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي چې طالبانو په هغه د جاسوسۍ تور لګولی و.

د ورځپاڼې په راپور کې دا هم ویل شوي چې ښاغلي فریتز د نړۍ خطرناکو سیمو ته د سفر کولو لیوالتیا لري او د ۱۹۸۰ په لسیزه کې هم افغانستان ته تللی و. هغه یو څو کاله وړاندې د سوریې په شمال کې هغې سیمې ته هم تللی و چې کردي ملیشې پکې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف جکړه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG