د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د اختر په مناسبت څه باندې ۹۰۰ بندیان خوشې شوي دي


د طالبانو د حکومت د زندانونو د تنظیم چارو اداره وايي چې د ۹۳۵ بندیانو له ډلې څخه ۵۱۹ یې د څرخي پله له زندان او کابل ولایتونو له توقیف خانو څخه ازاد شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي: "هغه بندیان چې حق العبدي مسؤلیت نلري او د خپل بند اکثره وخت یې پوره کړی وي او په هغوی کې د اصلاح نښې موجودي وې د عالیقدر امیرالمومنین د عفوې له مخې له بند څخه خوشي شوي دي."

د طالبانو د حکومت دغې ادارې ویلي چې دغه بندیان د لوی اختر په مناسبت د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندازده د فرمان په اساس ازاد شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو سازمان ویلي چې طالبان پر داسې مهال د ۹۳۵ بندیانو د خوشي کولو خبر ورکوي چې اوس هم له طالبانو سره زندانونو کې د بندي کسانو دقیق شمېر معلوم نه دی.

تر دې مخکې دغه مدني بنسټ چې د مدافع وکیلانو او حقوق پوهانو څخه تشکیل شوی دی، په دغه هیواد کې د خپل سرو نیونو او غیر قانوني وژنو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې وه.

دغه بنسټ د سیمه ییزو سرچینو له قوله ویلي و چې د طالبانو په زندانونو کې د ښځو په ګډون ګڼ شمېر کسان د بند شپې او ورځې تیروي او له نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتي و چې له طالبانو سره بندي کسان هیر نکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم تر دې مخکې پخپل کلني راپور کې د طالبانو حکومت اړوند کسانو لخوا د ملکي کسانو وژلو، د غیر قانوني وژنو، د جبري ورکېدو، د خپل سرو نیونو او شکنجه کولو او خپل سرو نیونو یادونه کړې وه. خو د طالبانو حکومت تر دې مخکې ورته راپورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG