د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو کندهار کې د ۴۳ برمته شوو کارګرانو له ډلې ۱۳ تنه خوشې کړي


وسله والو طالبانو د سړک جوړولو ۴۳ کارګران یوه میاشت وړاندې د ښورابک ولسوالۍ کې تښتولي وو.
وسله والو طالبانو د سړک جوړولو ۴۳ کارګران یوه میاشت وړاندې د ښورابک ولسوالۍ کې تښتولي وو.

وسله والو طالبانو په کندهار کې یو میاشت وړاندې د سړک جوړونې د یو افغان شرکت له ۴۳ یرغمل شویو کارګرو څخه۱۳ تنه نن د دوشنبې په ورځ (زمري ۸ مه) خوشې کړي دي.

خو لا هم د "افغان صداقت " په نوم د یو افغان شرکت۳۰تنه نور کارګرد وسله والو طالبانو سره په بند کې دي.

د سړک جوړونې د دغه شرکت ۴۳ کار کونکې پوره یوه میاشت مخکې د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو یرغمل کړي وو.

د افغان صداقت په نوم د سړک جوړونې د شرکت مسئولین وايې چې د دوی کار کوونکي د ډیورنډ کرښې پاکستاني لور ته د بوچشتان د ایالت د ګلستان په سیمه کې ساتل کیدل.

یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا رادیو ته وویل، چې ۱۳ تنه خوشې شوي کارګر نن سهار وختي د ډیورنډ کرښې څخه افغانستان لوري ته را اوښتې او له هغه ځایه د ولسي مشرانو سره یوځای د سپین بولدک پر لور روان شوي دي.

د افغان صداقت په نوم د سړک جوړونې د شرکت مشر حاجي غوث الدین امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې خوشې شوي ۱۳ کسان روغ رمټ دي او ژر به له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

نوموړي هیله وښوده، چې پاته ۳۰ کارګر به هم ژر وسله وال خوشې شي.

که څه هم د دغو برمته شوو کارګرو د خلاصون لپاره د سیمې ولسي مشرانو او دیني عالمانو منځګړتوب کوه، خو لاهم نده څرګنده چې وسله والو طالبانو د کومو شرایطو له مخې دغه کسان خوشې کړي.

د کندهار مطبوعاتي دفتر وايې چې د ولسي مشرانو او دیني عالمانو یوې جرګې پدې برخه کې کار کړی چې دوی يې د هڅو ستاینه کوي.

خپله وسله والو طالبانو پدې اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG