د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو هرات کې ۱۷بندیان ازاد کړي ـ چارواکي


د طالبانو لخوا ازاد شوي بندیان
د طالبانو لخوا ازاد شوي بندیان

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، طالبانو په دغه ولایت کې ۱۷ بندیان ازاد کړي دي.

د یاد ولایت چارواکي زیاتوي چې د طالبانو لخوا ازاد شوو کسانو کې د افغان امنیتي دفاعي ځواکونو غړي او یو څارنوال شامل دی چې د څه وخت راپدېخوا ورسره بندیان و.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد نن جمعه مې۸(غويي۱۹) امریکا غږ ته وویل چې طالبانو دغه زندانیان د پنجشنبې په ماښام د دغه ولایت په ګلران ولسوالۍ کې سیمه ییزو چارواکو ته تسلیم کړي دي.

د هرات والي هم د ازاد شوو بندیانو هر کلی کړی او هغه یې د افغانستان زړور بچیان بللي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا او طالبانو تر دامهاله د دغه تازه ازاد شوو بندیانو په اړه تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم طالبانو په کندهار، لغمان او کندز کې د ۱۱۲بندي افغان سرتیرو د ازادېدو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې طالبانو تر دامهاله دوی ته ۱۰۷ بندیان سپارلي چې یوازې ۵۸ یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي دي.

د سولې بین‌الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو له بند څخه د ۱۰۰۰ زندانیانو خوشې کول، د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې تړون او د افغانستان-امریکا د ګډې اعلامیې یوه مهمه برخه ده.

XS
SM
MD
LG