د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو لغمان کې ۳۴ حکومتي بندیان خوشې کړل


عکس: خوشې شوي حکومتي بندیان
عکس: خوشې شوي حکومتي بندیان

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي امریکا غږ ته وویل چې طالبانو په لغمان ولایت کې ۳۴ حکومتي کسان خوشې کړي دي.

ښاغلي دولتزي زیاته کړه چې دغه کسان اوس د لغمان په ولایت کې دي او ډېر ژر به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

په لغمان ولایت کې د طالبانو نظامي مسول مولوي قیس امریکا غږ ته ویلي چې نن د چهارشنبې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۸) له غرمې وروسته یې د مهترلام اړوند یوه سیمه کې ۳۴ حکومتي سرتیري خوشې کړي او سره صلیب ته یې سپارلي دي.

دغه طالب چارواکي وویل چې په دغو بندیانو کې ۱۷ یې په الیشنګ، نهه په الینګار او اته دولت شاه ولسوالۍ کې له طالبانو سره بندیان وو.

خو د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي، دا به وروسته څرګنده شي چې دغه خوشې شوي کسان ټول نظامیان دي او که ملکي مامورین هم پکې شامل دي.

د رپوټونو له مخې طالبانو تراوسه د افغان امنیتي ځواکونو شاوخوا پنځه سوه بندیان خوشې کړي دي. دا پداسې حال کې دي چې افغان حکومت تراوسه له خپلو زندانونو څخه ۳۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې له مخې ټاکل شوې چې د افغانستان حکومت پنځه زره طالب بندیان خوشې کړي. د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي چې د پاتې دوه زرو طالب بندیانو د خوشې کیدو لپاره کار روان دی او دا کار په کابل کې د طالبانو د تخنیکي ټیم سره په ګډه ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG