د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په میدان وردک کې ۹ ورزشکاران بیرته آزاد کړل


وسله‌والو طالبانو د سې‌شنبې په ورځ ۹ ورزشکاران په میدان وردک ولایت کې تښتولي وو.
وسله‌والو طالبانو د سې‌شنبې په ورځ ۹ ورزشکاران په میدان وردک ولایت کې تښتولي وو.

د میدان وردک ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، ۹ تنه ورزشکاران چې د سې‌شنبې په ورځ وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت په جلریز ولسوالۍ کې تښتولي وو بیرته آزاد کړي دي.

د میدان ورک د والي ویاند عبدالرحمن منګل امریکا غږ ته وویل، د سې‌شنبې په ورځ وسله‌والو طالبانو ۹ تنه ورزشکاران او د هغوی موټر چلوونکی د میدان وردک ولایت په جلریز ولسوالۍ کې تښتولي وو.

ښاغلي منګل زیاته کړه، دغو ورزشکارانو غوښتل چې د میدان وردک ولایت په مرکز کې د افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په یوه غونډه کې ګډون وکړي، چې په لاره کې د وسله‌والو طالبانو له خوا وتښتول شول.

هغه وویل "له نیکه مرغه د میدان وردکو سیمه ایزې ادارې د قومي مشرانو په همکارۍ تیره ورځ ناوخته هغوی د طالبانو له منګولو آزاد کړل."

د میدان وردک د ولایتي شورا غړي شریف‌الله هوتک هم امریکا غږ ته د دغو ورزشکارانو آزادیدل تائید کړي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د میدان وردک د ولایتي شورا یو شمیر غړي او ددغه ولایت اوسیدونکي له افغان حکومت او امنیتي بنسټونو څخه غواړي ترڅو په میدان وردک ولایت کې د وسله‌والو مخالفینو د ځپلو لپاره پراخ ژمني عملیات ترسره کړي.

میدان وردک د افغانستان یو له ناامنو ولایتونو څخه دی، چې وسله‌وال طالبان د دغه ولایت په یو شمیر ولسوالیو په ځانګړې توګه په جلریز او سیدآباد ولسواليو کې پراخ شتون لري.

XS
SM
MD
LG