د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په فراه کې دولس تښتولي مسافر خوشې کړي


د افغانستان په لویو لارو په وروستیو میاشتو کې د سړي تښتونې پیښې ډیرې شوې دي.
د افغانستان په لویو لارو په وروستیو میاشتو کې د سړي تښتونې پیښې ډیرې شوې دي.

د فراه ولایتي چارواکي وایي، طالب وسله والو د قومي مشرانو په منځګړیتوب هغه دولس مسافر چې اوه ورځې وړاندېیې د دغه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې تښتولي وو تیره شپه بیرته خوشې کړي دي.

د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري وایي، اوه ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د ددغه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د کنسک په سیمه کې دولس مسافر چې د پوهنتون محصلین وو، له موټرو راکښته او له ځان سره نامعلوم لورې ته یوړل.

محمد ناصر مهريوویل، چې د دې پیښې وروسته افغان امنیتي ځواکونو ددغو تښتول شوو مسافرو لټه پیل کړه، چې تیره شپه هغوی د سیمې د قومي مشرانو په منځګړیتوب تښتول شوي مسافر د وسله والو له منګلو وژغورل.

دغه چارواکي د وسله والو طالبانو له منګلو د تښتول شوو مسافرو د خلاصیدو په باب جزئیات ورنکړل، خو د بالابلوک ولسوالۍ د فراه ولایت د ناارامو ولسوالیو په ډله کې ده چې د ولسوالۍ په ځینو برخو کې وسله وال طالبان حضور لري.

تیره اونې د فراه سیمه ایزو چارواکو رسنیو ته ویلي وو، چې وسله والو طالبانو د بالابلوک په ولسوالۍ کې د پوهنتون ۱۳ محصلین چې د اختر د رخصتیو لپاره خپلو کورونو ته روان وو له موتړو کښته کړي او له ځان سره یې وړي دي.

دولس خوشې شوي محصلین ټول د بدخشان ولایت اوسیدونکي دي، خو تراوسه د دیارلسم محصل د سرنوشت په اړه چا څه نه دي ویل شوي.

د افغانستان په لویو لارو په وروستیو میاشتو کې د سړي تښتونې پیښې ډیرې شوې دي.

د وږي په دیارلسمه ورځ هم د غور په ولایت کې پنځه مسافر چې ددغه ولایت مرکز د فیروزکوه ښار او د لعل او سرجنګل د ولسوالۍ په اوږدو کې یې سفر کوه، د دولت اباد د ولسوالۍ د شینیه غاښې په سیمه کې وسله والو وتښتول.

تراوسه د هغوی د تښتونې مسولیت کومې ډلې نه دی اخیستی.

همداشان طالبانو دوه ورځې وړاندې د غزني ولایت د قره باغ په ولسوالۍ کې د کابل – کندهار په لویه لار پنځه مسافر وتښتول چې بیا وروسته یې خوشې کړل.

تراوسه طالبانو د دغو دریو سړي تښتونې د پیښو په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG