د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د قطر په اړه د سعودي دیپلومات خبرې رد کړې


په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر

طالبانو په کابل کې میشت د سعودي دیپلومات هغه خبرې رد کړي دي چې په قطر کې د طالبانو دفتر د ترهګرو اداره گڼلې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي بیان کې هیله څرګنده کړه چې سعودي عربستان به د افغانستان په هکله چې بهرنیانو نیولی دی، یو تعمیري رول ولوبوي.

د طالبانو په په بیان کې راغلي دي چې د قطر دفتر ددې لپاره جوړ شوی دی چې د سولې او پخلاینې لپاره د حل لارې ولټوي.

په کابل کې د سعودي عربستان شارژدافیر مشاري مزعل الحربي د دوشنبې په ورځ وویل چې طالبان د حکومت ضد یوه ترهګره ډله ده.

ښاغلي الحربي وویل "په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د خپلو ملاتړ کوونکو سره ددې ډلې د ارتباط یوه وسیله ده او ددې لارې له طالبانو سره مرسته هم کیږي."

سعودي عربستان، پاکستان او متحده عربي امارات وروسته له هغه د طالبانو حکومت په رسمیت و پیژاند چې د ۱۹۹۶ د سپتمبر په میاشت کې یې کابل ونیو.

طالبانو د متحده ایالاتو او د سولې د عالي شوری په تائید په ۲۰۱۳ کې په قطر کې خپل سیاسي دقتر پرانیست چې د افغانستان د شخړې په اړه یې ځینې هیلې رامنخته کړې، خو وروسته یې پر سر جنجالونه پیدا شول.

د سعودي عربستان ديپلومات دا خبرې په داسې مهال کړي دي چې سعودي عربستان او د خلیج د حوزې دریو نورو هیوادونو د ترهګرو نه د ملاتړ په شمول پر قطر د یو لړ تورونو له لگولو نه وروسته پر هغه هیواد تجارتي او دیپوماتیک بندیزونه وضع کړي دي.

XS
SM
MD
LG