د لاس رسي وړ اتصالات

مجاهد: داعش په اړه د بې بنسټه راپورونو خپرول دغې ډلې ته مورال ورکوي


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان او سیمه کې د داعش د فعالیتونو د پراخیدو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا بحث ته په غبرګون کې ویلي، هر هغه څوک چي دا ډول بي بنسټه ادعاوي کوي داعش ته مورال ورکوي او په سیمه کي بي ثباتي ته لمن وهي.

ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ اګست ۲۷ (وږي پنځم ) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د داعش ډله د طالبانو د ځواکونو په عملیاتو کې ډیره ځپل شوې ده.

ښاغلي مجاهد ویلی: "د افغانستان اسلامي امارت [طالبانو حکومت] یو ځل بیا دغه بې بنسټه تورونه ردوي او په داسې حال کې چې په دې ډول مسایلو کې د شفافي ښکیلتیا غوښتنه کوي، څرګندوي چې په تیرو دوو کلونو کې افغان امنیتي ځواکونو د ناقانونه وسلو او داعش پر ضد په سلهاوو مستقل عملیات تر سره کړي چې په پایله کې یې هم وسلې او مهمات نیول شوي او هم د داعش عملیاتي وړتیاوې له منځه وړل شوې دي".

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جمعې په ورځ د افغانستان او عراق په ګډون نړۍ ته د داعش د ډلې د ګواښونو په اړه په یو بحث کې ویلي، چې داعش ډله نه یوازې افغانستان ته ګواښ دی بلکې ټولې سیمې ته هم په ګواښ بدله شوې ده.

د امنیت شورا د راپور له مخې دغې غونډې ته د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ولادیمر ورونکوف د داعش د فعالیتونو په اړه ددغې ادارې په اوولسم راپور کې په عراق او افغانستان کې د داعش د ډلې د بریدونو په زیاتیدو اندیښه وښودله او وویل، چې اوس په سیمه کې ددغې ډلې د عملیاتو وړتیا زیاته شوې ده.

هغه د جولای د تیرې میاشتې په ۳۰ د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په باجوړ او د اګست په ۱۳ په ایران کې د داعش د ډلې بریدونو ته په اشارې مالي سرچینو ته ددغې ډلې د لاس رسي د محدودولو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې په کار دي په دې برخه کې د پیسو نړیوال وجهې صندوق "آی ایم ایف" مرسته وکړي.

ولادیمر ورونکوف په افریقايي هیوادونو کې د داعش د فعالیتونو زیاتیدو په اړه هم خبرداری ورکړ او وویل: "د افریقا سربیره افغانستان کې وسلو او مهماتو ته د تروریستي ډلو د لاس رسي ویره اوس په حقیقت بدلیږي ددغه هیواد وضعیت په تدریجي ډول پیچلی کیږي".

ددغې غونډې ځینو ګډونوالو په افغانستان کې د داعش د عملیاتو د ترسره کولو په وړتیا اندیښنه وښودله.

غونډې ته د بریتانیا استازي جیم کریسکي وویل، چې داعش د افغانستان په دننه کې په ملکي او نړیوالو اهدافو باندې د بریدونو قابلیت لري او هم د دغه هیواد څخه بهر بریدونه هڅوي.

غونډې ته د البانیا استازې میرمن اریاني سپاسي وویل، چې په کار دي د افغانستان د تروریستي ډلو په خوندي چاپیریال د بدلیدلو مخه ونیول شي.

میرمن سپاسي د طالبانو له حکومت وغوښتل، چې په دې برخه کې دې پر خپلو ژمنو باندې عمل وکړي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند دا ډول څرګندونې د داعش په اړه د ملګروملتونو د چارواکو د ادعاو تکرار بللی دی.

ښاغلي مجاهد ویلي: "هر هغه څوک چي دا ډول بي بنسټه ادعاوي کوي یا خو یې معلومات کم دي او یا هم په دې ډول پرو پاګند سره ځپل شوي داعش ته مورال ور کوي او په سیمه کي بي ثباتي ته لمن وهي".

د طالبانو د حکومت ویاند ادعا کړې، چې په تېر یو کال کې په افغانستان کې د داعش فعالیتونه صفر ته نږدې شوي دي "او بیا هم یو نړیوال سازمان دا ډول بې سنده او منفي پروپاګند خپروي او په اړه یې ثبوت هم نشي وړاندې کولای، د ددغه سازمان حیثیت تر سوال لاندی را ولي".

د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د غړو ددغو څرګندونو دمخه ددغې شورا د بندیزونو د کمیټې د ارزونې او څارنې ډلې په یو راپور کې چې د زمري د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې یې خپور کړی و په کې ویل شوي، چې د طالبانو حکومت د القاعدې ډلې سره نږدې اړیکې لري.

امنیت شورا په دې راپور کې ویلي، چې القاعده په افغانستان کې اکثره وخت په پټ ډول فعالیت کوي ترڅو دا وښيي، چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل کوي او د تروریستي فعالیتونو لپاره د خپلې خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د طالبانو او القاعدې ډلې ترمنځ اړیکې همداسې نږدې پاتې شوي دي".

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په افغانستان کې د داعش ډلې د جنګیالیو او د هغوی د کورنیو دغړو شمېر د څلورو او شپږ زرو ترمنځ دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG