د لاس رسي وړ اتصالات

شهباز شریف: 'افغان اتباع' په پاکستان کې په ځانمرګو بریدونو کې لاس لري


د پاکستان صدراعظم شهباز شریف
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي دي چې په هغه هیواد کې په وروستیو ځانمرګو بریدونو کې "افغان اتباع" لاس لري او ادعا یې کړې چې پاکستاني سخت دریځه وسله وال په افغانستان کې له خپلو پناه ځایونو څخه فعالیت کوي.

شهباز شریف د سه شنبې په ورځ اګسټ لومړۍ نیټه (زمري ۱۰) په باجوړ ښار کې د وروستي ځانمرګي برید له قربانیانو سره تر لیدو وروسته په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د پاکستان خاورې ته د سخت دریځو د ورتګ د مخنیوي لپاره نور اقدامات هم وکړي.

په باجوړ کې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام په یوه غونډه کې چې د دغه ګوند سلګونه پلویان په‌ کې راټول شوي وو، ځانمرګي برید لږ تر لږه ۵۴ کسان ووژل او شاوخوا ۲۰۰ نور یې ټپیان کړل. د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې د دغه خونړي برید مسوولیت منلی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له فرانس پرس اژانس سره په خبرو کې د باجوړ ځانمرګی برید یو "جنایتکارانه عمل" بللی او ویلي یې دي چې په هرځای کې چې دا ډول کړنې ترسره کېږي او همغږي کیږي باید مخنیوی یې وشي.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې د طالبانو حکومت هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي او د ده په وینا چا ته اجازه نه ورکوي، چې په دغه هېواد کې پټنځایونه ولري.

د اسلامي دولت د خراسان څانګه (داعش) په افغانستان کې د طالبانو د یوې سیالې ډلې په توګه ګڼل کیږي. دغې ډلې د ۲۰۲۱ اګسټ په میاشت کې پر افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ وروسته ددغه هیواد په مختلفو سیمو کې بریدونه زیات کړي دي.

د پاکستان صدراعظم تیره سه شنبې په ورځ د پیښور ښار په یو روغتون کې د باجوړ د پیښې د ټپیانو څخه د لیدنې پر مهال وویل،چې د طالبانو حکومت باید د افغانستان له خاورې څخه ددغه هیواد بهر د ترهګرو د بریدونو د مخنیوي لپاره یو لړ ځانګړي اقدامات ترسره کړي.

ښاغلي شریف همدارنګه وویل، چې ترهګر د افغانستان په دننه کې خوندي پټنځایونه لري؛ هلته بیا منسجم او مسلح کیږي او بیا د پاکستان دننه نفوذ کوي او د دولت پر ضد بریدونه ترسره کوي.

د یکشنبې د ورځې د جولای د ۳۰ ځانمرګی برید په داسې وخت کې ترسره شوی، چې د جمعیت علمای اسلام ګوند له ۴۰۰ څخه زیاتو غړي د باجوړ په سیمه کې راټول شوي و. دا ګوند افغانستان کې طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د ښاغلي شریف په ائتلافي حکومت کې هم شامل دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د باجوړ د سیمې ځانمرګی برید او او نورې هر ډول تروریستي کړنې په کلکه غندلي او ټینګار یې کړی، چې تروریزم "نړیوالې سولې لپاره یو جدي ګواښ دی".

د امنیت شورا اکثرو غړو غوښتي، چې ددغه برید عاملان باید د قانون منګلو ته وسپارل شي او د نورو هیوادونو یې غوښتي، چې په دې برخه کې له پاکستان سره همکاري وکړي.

دمخه د پاکستان شمال لویدیځې سیمې د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" په ګډون د اسلامي ترهګرو ډلو یو قوي سنګر و. دا ترهګرې ډلې د پرله پسې پوځي عملیاتو په پایله کې له دغو سیمو څخه وشړل شوې.

پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته پاکستان کې د ترهګرو ډلو بریدونه زیات شوي دي. ډیر بریدونه د خیبرپشتونخوا په ایالت کې، چې د تحریک طالبان پاکستان ډله په کې فعاله ده ترسره کیږي.

د پاکستان د پولیسو او څړنیزو مرکزونو راپورونه ښيي، چې په تیر یوکال کې د خیبرپشتونخوا په ایالت کې ۶۶۰ تروریستي بریدونه ترسره شوي دي.

د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په میاشت کې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې یو ځانمرګي بریدګر د پولیسو د یو مرکز سره نږدې په یو جومات کې ځان پورې تړلي چاودیدونکي وچول، چې له امله یې له ۸۰ زیات کسان، چې اکثره یې پولس و، ووژل شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG