د لاس رسي وړ اتصالات

مجاهد: د شرعي احکامو په تطبیق د لویدیځو هیوادونو انتقاد اسلام ته "بې احترامي" ده


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د غربي هیوادونو او بشري حقونو ادارو هغه انتقادونه اسلام ته بې احترامي بللې چې د لوګر په ولایت کې د ځینو کسانو په دُرو وهلو په هکله یې کړیدي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو وروستيو اقداماتو د حقونو موجوده سرغړونې نورې هم ژورې کړي دي - کوم چې همدا اوس "په نړیواله کچه تر ټولو ظالمانه" دي او کیدای شي جنسیتي ازار او اذیت رامینځته کړي؛ کوم چې د انسانیت په وړاندې جرم دی.

ښاغلي مجاهد د جمعې په ورځ نومبر ۲۵ (لیندۍ۴) په ټویټر کې دغو انتقادونو ته په ځواب کې لیکلي، "د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د عالي کمېشنرۍ د وياندې او د نورو غربي هيوادونو نمائندګانو څرګندونې چې د دُرو وهلو مجازات يې په کې غير انساني، ظالمانه او توهينوونکي بللي، د اسلام مبارک دين بې احترامي او د نړيوالو اصولو مخالفت دي".

د طالبانو دې جګپوړي چارواکي همدارنګه په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې دا ډول "غیر مسؤلانه" څرګندونو ته دې اجازه نه ورکوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې د لوګر په ولایت کې په عام محضر کې د ۱۴ کسانو په دُرو وهل "د کرکې وړ" سزا بللې او په سمدستي توګه د دا ډول سزا ورکولو بندیدل یې غوښتي دي.

دې ادارې په خپل ټویټر لیکلي، "د اوسنیو چارواکو (طالبانو) لخوا د چارشنبې په ورځ د لوګر په ولایت کې په عام محضر کې په ډله ایزه توګه د ۱۴ کسانو په دُرو وهلو مو ټکان خوړلی. د ټولو خلکو سره باید په مساوي توګه او کرامت سره چلند وشي".

پخپله طالبانو هم تائید کړې چې د یوې محکمې له حکم وروسته یې د لوګر په ولایت کې په دریو میرمنو او ۱۱ نارینه وو شرعي حدود جاري کړي‌ او په درو وهل شوي دي.

دې ډلې ویلي چې دغه کسان د افغانستان په لوګر ولایت کې د غلاوو او "اخلاقي جرمونو" له امله د محکمې له خوا مجرم پيژندل شوی وو.

دا په روانه میاشت کې په بشپړ ډول د شرعي احکامو د عملي کیدو په اړه قاضیانو ته د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د امر وروسته، ظاهرا دویم ځل دی چې پر یو شمیر کسانو شرعي حدود جاري کیږي.

تر دې مخکې طالبانو ویلي وو چې په تخار ولایت کې یې پر یو شمیر کسانو شرعي حدود جاري کړي دي.

د رپوټونو په اساس طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په داسې حال کې پر افغانستان واکمن شول چې امریکايي او ناټو ځواکونه له ۲۰ کلنې جګړې وروسته له دغه هېواد څخه د وتلو د بهیر په وروستیو شیبو کې وو. سره له دې چې دې ډلې په پیل کې د یو معتدل حکومت ژمنه وکړه او د ښځو او لږکیو حقونو ته یې اجازه ورکړه، خو ژر یې د خلکو حقونه او ازادۍ محدودې کړې او په پراخه کچه خپل د اسلامي شریعت سخت تعبیر پلي کړ.

دوی د منځنيو او لیسه ښوونځیو نجونې له لوست منع کړي، ښځې یې له ډیرو دندو وایستلې او ورته یې امر کړی چې په عامه ځایونو کې د سر څخه تر پښو جامې واغوندي. ښځې اوس د پارکونو، جیمونو او تفریحی میلو څخه هم منع دي.

XS
SM
MD
LG