د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: پر ترینکوټ مو د طالبانو بریدونه په شا تمبولي


طالبانو درې ورځې وړاندې د ترینکوټ په ښار بریدونه پیل کړل چې تیره ورځ جګړې د ښار څنډو ته ورسیدلې
طالبانو درې ورځې وړاندې د ترینکوټ په ښار بریدونه پیل کړل چې تیره ورځ جګړې د ښار څنډو ته ورسیدلې

طالبانو د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار ته د ننوتلو ادعا کړې، خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، پر دغه ښار باندې یې د وسله‌والو طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش امریکا غږ ته وویل، نن سهار وسله‌والو طالبانو د زابل ولایت د ترینکوټ ښار په شمال شرقي څنډو کې پرمختګ کړی و، خو د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخامخ شول.

ښاغلي رادمنش وویل "اوس ټول هغو ځایونو کې چې دوی تحرکات درلودل زموږ په لاس کې دي او موږ د دوی په لټه کې یو".

جنرال رادمنش وویل، په دغو بریدونو کې له څلوېښتو زیات وسله‌والو طالبان وژل شوي دي.

د رادمنش پر وینا، د کندهار له شاه ولي کوټ ولسوالۍ څخه تازه دمي کومانډو او د ملي اردو ځواکونه د ترینکوټ ښار ته رسیدلي او د دغه ښار په مهمو برخو کې ځای پر ځای شوي دي.

هغه وویل ترینکوټ دا مهال په بشپړه توګه د افغان ځواکونو په کنټرول کې دی او اوسمهال په دغه ښار کې وسله‌وال طالبان تحرکات نه لري.

پخواني معلومات

طالبانو ادعا کړې چې نن سهار د دغې ډلې وسله‌وال د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار ته ننوتي دي، خو د ارزګان ولایتي چارواکي ښار ته د طالبانو ننوتل نه مني او وايي، چې د دغه ښار په څنډو کې سخته جګړه روانه ده.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې وسله‌وال طالبان د ترینکوټ ښار ته دننه شوي او په دغه ښار کې له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

خو د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، چې طالب وسله‌وال ښار ته نه دي ننوتلي.

هغه وویل، چې د ترینکوټ ښار په څنډو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د ارزګان په ولایت کې سرچینې وايي، چې طالبان تیر ماښام د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار یو کیلومټرۍ ته رسیدلي دي.

درې ورځې مخکې په دغه ولایت کې د جګړې له تاودیدو وروسته تیره ورځ دغه ولایت ته تازه دمي افغان ځواکونه استول شوي دي.

تر اوسه په دغو جګړو کې دواړو خواوو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه شمیرې وړاندې شوې نه دي.

له بلې خوا وسله‌والو طالبانو د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک سیمه کې دیارلس مسافر له موټرو ښکته کړي او له ځان سره یې نامعلوم لوري ته بیولي دي.

د بالابلوک ولسوال سید ملا محمد وايي، یرغمل شوي کسان د پوهنتون محصلین وو، چې د لوی اختر د رخصتیو لپاره له کابل نه د فراه ولایت په لور روان وو.

طالبانو تر اوسه د دغو دیارلسو مسافرو د یرغمل نیونې په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG