د لاس رسي وړ اتصالات

کندز لپاره د طالبانو نومول شوی والي ټپي شوی


په کندز کې د تیر کال د سپټامبر د میاشتې راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.
په کندز کې د تیر کال د سپټامبر د میاشتې راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.

په کندز کې د سپین زر ۸۰۸ زون قوماندان شیرعزیز کامه وال وايي چې تیره شپه د کندز دشت ارچي ولسوالۍ کې یو تن د طالبانو په منځ کې انتحاري برید کړی چې له امله یې ۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او په کندوز کې د طالبانو نومول شوی والي ملا عبدالسلام اخوند ټپي شوی دی.

کامه وال زیاتوي چې ددوي د معلوماتو پر اساس ځانمرګی د ننګرهار د اچین ولسوالۍ اوسیدونکی و چې پر ملا عبدالسلام د برید لپاره کندز ته راغلی و.

د دشت ارچي یو تن اوسیدونکی چې له نوم اخیستو څخه یې ډډه کوله ویې ویل چې تیره شپه د کندز ولایت لپاره طالبانونومول شوی والي ملا عبدالسلام د ترکو په کلي کې په یو کور کې میلمه و چې چاودنه پرې شوې.

هغه زیاتوي چې په دغه چاودنه کې څلور تنه طالبان وژل شوي او د طالبانو نومول شوی والي ټپي شوی دی.

د سیمې دغه اوسیدونکی وايي چې طالبان پر برید کوونکیو باندې خبر شوي وو، چې د دغو دوه تنو برید کونکیو څخه یې يو تن برید کړی او بل یې د طالبانو له خوا ژوندی نیول شوی دی.

هغه وايي چې ژوندی نیول شوی ځانمرګی د کندز د امام صاحب ولسوالۍ اوسیدونکی دی.

طالبانو تر اوسه په کندز کې د دوي پر نومول شوي والي ملا عبدالسلام باندې د برید په اړه څه نه دي ویلي.

خو د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد تیره ورځد ملا عبدالسلام اخوند د وژل کیدو اوزاې بې اساسه بللي وې او له خلکو یې غوښتي وو چې د هغه د وژل کیدو اوازو ته غوږ ونه نیسي.

په کندز کې د تیر کال د سپټامبر د میاشتې راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG