د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو کونړ کې د نابینا نجونو د زدکړې ښوونځي هم تړلي


طالبانو د بریل لیک هغه ټولګي هم تړلي چې نابینایانو نجونو پکې زده کړې کولې.

د نابیانیانو د لیک لوست مسولین هیله من دي چې د نابینا نجونو پرمخ دغه ټولګي بیرته پرانستل شي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او له خپلو حقوقو څخه دفاع وکړای شي.

د مسولینو په وینا د کونړ په ولایت کې د نابینایانو د لیک لوست یا بریل لیک دا ټولګي درې میاشتې مخکې پیل شوي وو چې په لسګونو نابینا نجونو پکې زده کړې کولې.

د بریل لیک د زدکړې ټولګي د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې موجود وو چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې(UNHCR) په په مالي ملاتړ چلیدل او اوس طالبانو د زده کړو دغه ټول مرکزونه تړلي دي.

که څه هم په کونړ کې د دغه پروګرام یواځې درې میاشتې کېدلې چې پیل شوی و او په لومړي ځل د کونړ ښځينه نابینایانو ته زده کړې ورکول کېدلې، خو د زده کوونکو په وینا یې چې په دغه لنډه موده کې یې ډېر څه زده کړي وو.

د زده کړو ددې مرکز یوې زده کوونکې سولې وویل: "اول مو د الفبا توري زده کړل. وروسته یې راته حساب وښوده. ډېره څه مو زده کړه... اوس دا خبره راغله او زموږ ممانعت یې وکړ چې دا پروسه باید بنده شي."

په کونړ کې دا نابینا زده کوونکې وايي کلونه کلونه په دې تمه و چې که دغسې د زده کړو ټولګي ورته جوړ شي، خو چې دغه ارمان یې پوره شو، نو طالبانو بېرته بند کړل او دوی یې مایوسه کړل.

زده کوونکې فیروزه وايي، ډیره خپه ده او هیله لري چې نابینایانو ته د زده کړې اجازه ورکړل شي. هغې وویل: "باید نورو خویندو ته هم پوهنتونونه خلاص شي ځکه چې بې تعلیمه خو ژوند مخې ته نه ځي."

که څه هم په کونړ کې د ښځينه نابینایانو شمېره ډېر ه ده، خو د کډوالو د نړیوالې ادارې په مټ یې ۳۰ ښځينه نابینایانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې وه.

د دغې پروسې مسولین وايي طالبان دې د نجونو د زدکړو دغه پروسه بېرته پیل کړي.

د نابینایانو د زده کړو د پروژې یو مسول احسان الله صمیم د امریکاغږ ته وویل: "ډیرو نابینا خویندو په دې دوه نیمو میاشتو کې ډېره څه زده کړل. هیله مې دا ده چې [طالبان] دا پروګرام بیرته پرانیزي ترڅو خویندې وشي کړای چې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي او له خپلو حقوقو څخه دفاع وکړي."

خو طالبانو د نابینایانو له زده کړو سره سره د افغانستان په کچه د ښځینه وو متوسطه، ثانوي او لوړې زدکړې هم تر امر ثاني پورې بندې کړي چې له امله یې د طالبانو حکومت په کور دننه او نړیواله کچه له کلکو غبرګونونو سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG