د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: افغانستان کې هیڅ بهرنی وسله وال نشته دی


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو ډلو د شتون په اړه د ملګرو ملتونو په غونډو کې د ځینو هیوادونو د چارواکو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې په دغه هیواد کې هیڅ کوم بهرنی وسله وال حضور نلري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې د ورځې ناوخته سپټمبر۲۷ (تلې پنځم) کندهار کې د توریزم نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو ډلو شتون په کلکه رد کړ.

ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د څو لسیزو جګړې او ناامنۍ ته په اشارې وویل، چې د طالبانو د حکومت پالیسي دا نه ایجابوي، چې په دغه هیواد کې ناامني دوام ومومي.

ښاغلي مجاهد وویل: "مونږ خپله ټوله هڅه کړې او کوو یې، چې هرڅوک دا ډاډ ولري، چې یو غیر مسوول یا کوم بهرنی وګړی شتون ونلري، چې وسله ولري او چاته ګواښ راولاړ کړي، دلته نه چاته اجازه ورکول کیږي او نه هم دا زمونږ د اسلامي امارت [ طالبانو حکومت] د رهبرۍ دریځ دی، نه زمونږ د ملي ګټو په ګټه دی او نه هم د اسلامي امارت [ طالبانو حکومت] ستراتیژي ده".

د ذبیح الله مجاهد د وینا له مخې ددغسې دریځ په لرلو سره باید نور هیوادونه د طالبانو د حکومت ته له دې زاویې وګوري. هغه پوښتنه وکړه، چې ولې په مختلفو غونډو کې عمومي تبصره داده، چې افغانستان ګواښ دی او هیوادونو ته ستونزې راولاړوي دا او دا ټول ولې رامنځ ته کیږي.

ښاغلي مجاهد وویل: "زما باور دادی، چې ځینې استخباراتي کړۍ غواړي افغانستان پرمختګ ونه کړي، افغانستان نا امنه اوسي او هغوی روان وضعیت نشي زغملی، هغه استخباراتي کړۍ په غیر مستقیم ډول ځینې هیوادونه ویروي".

د ښاغلي مجاهد ددغو څرګندونو سره هممهاله د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي هم تیره ورځ کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې پرته له دې، چې د کوم هیواد نوم واخلي وویل، چې هر هیواد باید د خپلو داخلي ستونزو د هوارولو هڅه وکړي، نه دا چې د ځینو سترو او کوچنیو قدرتونو د رضایت لپاره ګاونډیان د خپلو ستونزو په برخه کې ګرم وګڼي.

ښاغلي ستانکزي وویل، چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هیوادونو په ځانګړي ډول د ګاونډیو هیوادونو په خلاف کار واخلي.

ښاغلي ستانکزي وویل: "همدا نیوکې او په هرځای او هره غونډه کې او په هر کنفرانس کې او بې ځایه تورونه لګول ددې سبب کیږي چې خدای نخواسته د هیوادونو ترمنځ اړیکې خړې پړې شي او د هیوادونو ترمنځ اړیکې خرابې شي او دا زمونږ د یو په ګټه هم نه دي".

په دې وروستیو اونیو کې د پاکستان د حکومت ځینو لوړ پوړو چارواکو په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو کنفرانسونو کې د طالبانو په حکومت د پاکستان د حکومت وسله والې مخالفې ډلې تحریک طالبان پاکستان ته د پټنځایونو د برابرولو او د دغه هیواد په خلاف د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه ادعاوې کړې دي.

دغو پاکستاني چارواکو ویلي، چې د ټي ټي پي ډله د افغانستان له خاورې په پاکستاني امنیتي ځواکونو باندې د بریدونو لپاره کار اخلي خو د طالبانو حکوم د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې ردې کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG