د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو له اوربند وروسته بیرته جګړه پیل کړه


د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د اختر په ورځو شپو کې اوربند له امله سلګونو وسله والو له ښارونو لیدنه وکړه.
د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د اختر په ورځو شپو کې اوربند له امله سلګونو وسله والو له ښارونو لیدنه وکړه.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، وسله والو طالبانو د یکشنبې په شپه ( غبرګولی ۲۷ مه) او نن د دوشنبې په ورځ د اعلان شوي درې ورځیني اوربند وروسته په نهو ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر سنګرونو بریدونه کړي، چې په شاتمبول شوي دي.

د دفاع وزارت سرپرست ویاند جنرال محمد رادمنش امریکا غږ اشنا راديو ته وویل، د وسله والو طالبانو دا بریدونه ډیر قوي نه وو.

جنرال رادمنش وویل " له بده مرغه په نهو ولایتونو کې یو شمیر ګروپونه، چې ځانونه د طالبانو پورې مربوط ګڼي، د اوربند څخه یې ځینې سرغړونې کړي، خو د افغانستان اسلامي جمهوریت اوربند د لسو ورځو لپاره تمدید کړی، دا سرغړونې ډیرې قوي نه وې".

د دفاع وزارت د راپور له مخې، وسله والو طالبانو د هلمند، کندهار، ارزګان،زابل، فاریاب، جوزجان، فراه، غزني او لغمان په ولایتونو کې د افغان ځواکونو په سنګرونو بریدونه کړي دي.

جنرال رادمنش وویل، د افغان پوځ د اعلی سرقوماندان د امر له مخې به افغان امنیتي ځواکونه اوربند ته دوام ورکړي، خو دا ځواکونه د کرښې په لیکو کې د تیارسئ په حال کې دي.

جنرال رادمنش وویل " د ملي اردو ټولو قطعاتو ته د احضاراتو امر ورکړل شوی، ترڅو د هغو کسانو پر وړاندې، چې له اوربند څخه سرغړونه کوي، ورته سم ځواب ورکړل شي، خو مونږ د دفاع په حالت کې یو او د خپل اعلی سرقوماندان د امر پر اساس به په جدي توګه اوربند رعایت کړو ".

تیره ورځ د وسله والو طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې افغان امنیتي ځواکونو سره د دغې ډلې د اوربند پای ته رسیدل اعلان کړل او یې ویل، چې له اوربند وروسته به بیرته د افغان ځواکونو پر وړاندې خپل عملیات له سره پیل کړي.

د وسله والو طالبانو له خوا افغان امنیتي ځواکونو سره د اختر په دریو ورځو کې اوربند تیره شپه پای ته ورسید، خو جمهور رئیس محمد اشرف غني د دغې ډلې له وسله والو سره یو اړخیز اوربند چې د غبرګولی په ۲۳ مه پیل شوی له اختر وروسته د لسو نورو ورځو لپاره غځولی دی.

د غني خیلو سرپرست ولسول وژل کیدل

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، نن د دوشنبې د ورځې وسله والو په لسو بجو د دغه ولایت د غني خیلو د ولسوالۍ سرپرست حاجي سبحان الله په موټر وسله وال برید کړی، چې په ترڅ کې یې حاجي سبحان الله وژل شوی او یو ساتونکی یې ټپي شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د افغان ځواکونو په متقابلو ډزو کې وسله والو مخالفانو ته هم مرګ ژوبله اوړیدلې ده، خو دقیق شمیر یې څرګند نه کړ.

تراوسه د غني خیلو د ولسوالۍ پر سرپرست د برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

غزني کې طالبانو د ملي اردو ۶منسوبین له ځان سره وړي

د غزني په ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دغه د اندړو په ولسوالۍ کې د ملي اردو یو صاحب منصب او پنځه سرتیري له ځان سره برمته کړي، چې، تیره ورځ د یوې زرې واسطې سره د طالبانو د کنټرول لاندې سیمې ته داخل شوي وو.

د غزني د والي ویاند عارف نوري امریکا اشنا راډیو ته وویل، چې وسله والو طالبانو د ملي اردو یو بریدمل او پنځه سرتیري د انډړو د ولسوالۍ د باغ سلطان په سیمه کې د غرمې وړاندې په لسو بجو برمته کړي دي.

ښاغلي نوري وویل، د غزني ولایتي چارواکي د سیمه ییزو مخورو او مشرانو له لارې هڅه کوي، چې دا بندیان راخوشې کړي.

تراوسه وسله والو طالبانو د دغې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG