د لاس رسي وړ اتصالات

د بدخشان په وردوج کې طالبانو یوه ښځه سنګسار کړې


د بدخشان ولایتي چارواکي وایي دا ښځه دوه ورځې وړاندې د وردوج په ولسوالۍ کې سنګسار شوې ده
د بدخشان ولایتي چارواکي وایي دا ښځه دوه ورځې وړاندې د وردوج په ولسوالۍ کې سنګسار شوې ده

د بدخشان وردوج ولسوالۍ کې د دولت د مخالفو وسله والو طالبانو له خوا یوه ښځه د زنا په تور سنګسار شوی او د سړي د مرګ او ژوند معلومات لا نشته دی.

د بدخشان د امنیې قوماندان غلام سخي غفوري امریکاغږ ته وویل چې دوه ورځې وړاندې دغه جینۍ او هلک د وردوج په ولسوالۍ کې د زنا په تور طالبانو د نومول شوي والي قاري فتح الدین د وسله والو له خوا نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دوي د پیښې په اړه نور جزیات نه لري ځکه دوي په سیمه کې له خپلو همکارانو او مامورینو سره ټلیفوني اړیکه نه لري بلکې د تګ راتګ په ذریعه معلومات را انتقالوي.

غلام سخي غفوري زیاته کړه چې د جینۍ د وژل کیدو په اړه ورته معلومات رسیدلي خو د هلک په اړه ورته نور معلومات نشته چې وژلی به یې وي او که به لاهم د طالبان په بند کې وي.

د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د دغې پیښې وړاندې هم وسله والو طالبانو یوه ښځه سنګسار کړې وه چې د دغې تازه پیښې سره په روان کال کې په دغه ولایت کې د طالب وسله والو له خوا دزنا په تور د سنګسار شوو ښځو شمیر څلورو ته رسیدلی دی.

له دې وړاندې طالبانو د دلوې په میاشت کې همد دغه ولایت د یفتل او یمګان په ولسوالیو کې همیوه ښځه او یوه انجلۍ په ورته تورونو سنګسار کړې وې.

د وسله والو طالبانو له خوا دغه ښځه په داسې حال کې په یوه صحرایي محکمه کې وژل شوې چې پرون د افغانستان په زیات شمیر ولایتونو کې د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډې جوړې شوې وې.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG