د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د سرپل په ولایت کې ۱۵۰ کورنۍ یرغمل نیولي


د صیاد ولسوالۍ د میرزاولنګ په کلي کې اکثره وژل شوي شعیه ګان دي.
د صیاد ولسوالۍ د میرزاولنګ په کلي کې اکثره وژل شوي شعیه ګان دي.

طالبانو د سرپل ولایت د صیادو ولسوالۍ د میرزاولنګ په سیمه کې ۱۵۰ کورنۍ یرغمل نیولي دي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني مطبوعاتو ته په یو پیغام کې ویلي دي چې طالبان د خلکو کورنه تالاشي کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د میرزاولنګ د سیمې نه ووځي.

طالبانو دوه شپې وړاندې د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره د ۴۸ ساعته جګړې نه وروسته د میرزاولنګ سیمه ونیوله او د دې سیمې د خلکو وژل یې پیل کړل.

د سیمې اوسیدونکي وایي چې تر اوسه طالبانو لږ تر لږه ۵۲ تنه وژلي چې اکثره یې شعیه ګان دي. د سرپل ولایت د صیادو د ولسوالۍ نه شاوخوا درې سوه کورنۍ بې کوره شویدي.

د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ په جګړو کې دولس طالبان او لږ تر لږه ۷ افغان عسکر وژل شویدي. سیمه ایز چارواکي وایي چې د وژل شویو کسانو جسدونه لا هم په د جګړې په ‌ډګر کې پاتې دي.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت وایي چې سیمه ایز حکومت د هغو سیمو د بیرته نیولو توان نلري چې طالبانو نیولي دي او سره لدې چې د مرکزي حکومت نه یې څو ځله د مرستې غوښتنه کړي، خو هغوي تر اوسه سیمه ته نظامي ځواکونه ندي لیږلي.

سیمه ایز چارواکي هم پدې باور دي چې د ځمکنیو ځواکونو سره د هوايي ملاتړ نه شتون له وجې دغه سیمې د طالبانو لاس ته ورغلې او حکومت یې په بې غورۍ تورن کړی.

XS
SM
MD
LG