د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو سره د سولې خبرې بیا پيل شوي دي


آرشیف
آرشیف
د اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکي چې که څه هم له طالبانو سره سري مجالس او کتنې روانې دي خو د سولې خبری کوم ځای ته ندي رسیدلي.

اسوشیتید پریس لیکي چې د دې رپوټونه بیا راغلي دي چی د افغانستان د سولې خبری بیا پیل شویدي دي، خو نه کوم تحلیل کوونکي او نه هم مخالفینو د دې لپاره کومه هیله څرګنده کړې چی دا خبرې به کوم ځای ته ورسیږي.

د طالبانو یوه چارواکي اسوشیټید پریس ته ویلي دي چې د ولسمشر کرزي د حکومت دوو وزیرانو د طالبانو له ا ستازو سره په متحده عربي اماراتو کې کتلي دي. دا په داسي حال کې ده چې پاکستان په لسګونو تنه طالب بندیان د پاکستان له زندانونو نه خوشي کړل چې د سولې خبرې بیا تازه شي.

رپوټ ددغه چارواکي له قوله لیکي چی داخبرې بې نتیجې پاته شولې. د پا کستان د ملي امنیت سلاکار وايي چی ددغو بندیانو د خوشي کولو له امله طالبان د کوم امتیاز په ورکولو راضي شوي ندي.

داسوشیټیدپریس خبري اژانس لیکي چې د سولې معامله د دې لپاره ضروري ده چی په افغانستان کی د بهرنیو قواو له وتلو نه وروسته د کورنۍ جګړې مخنیوی وشي.

کرزی: طالبان دی د اسلامي امارت د کلمې څخه کار نه اخلي


د امریکا متحده ایالات غواړي چی ښاغلی کرزی دا قبوله کړي چی د بهرنیو قواو له جملې نه یو څو زره عسکر په افغانستان کی پاته شي چې د افغانستان نوې امینتې قوې ته روزنه ورکړي او ملاتړ یې وکړي، خو ښاغلی کرزی بیا وايي چی مخکي له دینه چی دا قوه په افغانستان کې پاتې شي، پر هغو شرایطو باید موافقه شي چې دهغو له مخې به دهغوي کارونه مشخص وي او همدارنګه ښاغلی کرزی غواړي چی امریکا د سولی د خبرو په پیل کولو کی له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

ددی سره سره ښاغلی کرزی په دی خبره باندی هم اعتراض لري چې ترڅو چی طالبان خپلې ډلی ته د اسلامی امارت خطاب کوي، دی له طالبانو سره د سولی په خبرو اعتراض لري. دافغانستان حکومت داسې فکر کوي چی له دی نه داسي ښکاری چی هغوی دافغانستان له حکومت سره یو متوازي حکومت چلوي.
XS
SM
MD
LG