د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د بریدونو مخنیوی؛ طالبان پاکستاني کډوال د افغانستان نورو ولایتونو ته انتقالوي


طالبانو ویلي چې په افغانستان کې میشت پاکستاني کډوال نورو ولایتونو ته لیږدوي.
طالبانو ویلي چې په افغانستان کې میشت پاکستاني کډوال نورو ولایتونو ته لیږدوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت یکشنبه جون ۴ (غبرګولي۱۴) اعلان کړی چې پلان لري زرګونه پاکستاني کډوال چې په سرحدي ولایتونو کې پراته دي، د هیواد نورو سیمو ته ولیږدوي ځکه شک کیږي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ د پیښو ډیروالی د همدې کډوالو له کبله دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته وویل چې دغه کډوال اوس مهال د خوست، کونړ او ځینو نورو ولایتونو کې پراته دي چې د پاکستان سره ګډه پوله لري.

ښاغلي مجاهد پرته لدې چې د پلان په هکله نور جزیات ورکړي وویل چې د پلان له مخې به دا کډوال د افغانستان نورو ولایتونو ته ولیږدول شي تر څو یقیني شي هغوي سرحدي کرښو ته لاسرسی ونلري او نه هم په هغو بریدونو کې لاس ولري چې په پاکستان کې دننه کیږي.

مجاهد دا ونه ویل چې دا کډوال به کومو ولایتونو ته ولیږدول شي.

طالبان داسې مهال د دې پلان په هکله خبرې کوي چې په کابل کې د دې ډلې واک تر لاسه کولو وروسته په پاکستان کې د وسله والو بریدونه ډیر شوي. پدې بریدونو کې چې د ډیرو ادعا یې پاکستاني طالبان کوي، سلګونه کسان وژل شوي چې ډیری یې د پاکستان امنیتي ځاکونه دي.

د دا ډول بریدونو تازه بیلګه یکشنبه د شمالي وزیرستان په سرحدي ولسوالۍ کې وشوه. د پاکستان پوځ ویلي چې پدې سیمه کې یې د "ترهګرو" د پټیدو په یو ځای چاپه اچولې چې په ډزو کې دوه پاکستاني سرتیري ووژل شول.

د ناروې د کډوالو شورا په ۲۰۱۹ کال کې اټکل کړی و چې په افغانستان کې شاوخوا ۷۲ زره پاکستاني کډوال دیره دي چې ډیری یې د خوست په ولایت کې په موقتي کمپونو کې ژوند کوي.

تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله هم ویلي و چې د طالبانو حکومت ورته یو وړاندیز سپارلی، چې له مخې به یې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال غړي د ډیورند د کرښې له نږدې سیمو څخه د افغانستان په دننه کې لیرو پرتو سیمو ته واستول شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله امریکا غږ اردو څانګې سره په مرکه کې ددې وړاندیز هدف سرحدي سیمو ته د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو غړو د لاس رسي مخنیوی ښودلی دی.

رانا ثناالله ویلي، چې د طالبانو حکومت ورته د سرحدي سیمو څخه د افغانستان لیرې پرتو سیمو ته د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو غړو د استولو دا وړاندیز دوه میاشتې مخکې سپارلی دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پخپلو څرګندونو کې د تحریک طالبان پاکستان نوم وانخیست.

XS
SM
MD
LG