د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او طالبانو خبرې یو ځل بیا له ستونزو سره مخ شوي


د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د سولې روانې خبرې د تاوترخیوالي په برخه کې د دواړو غاړو ترمنځ د اختلاف له امله یو ځل بیا په ټپه درېدلي حالت سره مخ شوي.

په خبرو کې دغه ځنډ پر افغان ځواکونو د طالبانو په بریدونو کې له زیاتوالي وروسته پېښ شوی دی.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو په ځانګړي ډول شمال کې پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونو کې افغان ځواکونو ته زیات تلفات اوښتي دي.

په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ټېم ویاند سهیل شاهین پرون جمعه د «سلواغې پر۱۱مه» له امریکا غږ سره خبرو کې امریکايي لوری د سولې خبرو کې پر پېښ شوي خنډ باندې تورن کړ.

شاهین وویل: "موږ موافق یو چې د هوکړي د لاسلیک پرمهال یو خوندي چاپېریال برابر کړو، مګر امریکایانو نورې غوښتنې رامخې ته کړې." چې د شاهین په وینا د خبرو په بهیر کې خنډونه را ولاړ کړل.

شاهین په غیر مستقیم ډول د طالبانو هغه وړاندیز ته اشاره کوله چې د هوکړي د لاسلیک پرمهال د یوې اونۍ لپاره د پوځي عملیاتو کمېدل پکې شامل و.

امریکا غږ د طالبانو د مذاکراتي ټېم د ویاند دغو څرګندونو ته د امریکا د مذاکراتي ټېم د نظر په اخیستلو ونه توانېده.

د امریکا متحده ایالات له طالبانو څخه د سولې د هوکړې د لاسلیک نه وړاندې د «پام وړ او دومداره» تاوتریخوالي د کمېدلو غوښتنه کوي، خو د راپورنو له مخې طالبانو د یوې اونۍ لپاره دغه غوښتنې ته چمتووالی ښودلی دی.

په دوحه کې د امریکايي او طالب استازو خبرې په تېره جنورۍ میاشت کې پيل شوي وي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پرون جمعه له پاکستان څخه تر سفر وروسته نن شنبه کابل ته راغلی دی.

یوې حکومتي سرچینې نن شنبه د «سلواغې پر ۱۲مه» امریکا غږ ته وویل خلیلزاد به د نن ورځې په جریان کې له ولسمشر غني سره هم وګوري.

زلمي خلیلزاد تېره ورځ پاکستان ته د سفر پر مهال هلته د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او د پوځ له مشر قمر جاوید باجوه سره د افغان سولې په اړه خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په یوې یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي خلیلزاد له قریشي سره لیدنه کې د افغان سولې بهیر برخه کې د پاکستان د هڅو ستاینه کړې ده.

XS
SM
MD
LG