د لاس رسي وړ اتصالات

مایکل روبن: طالبان هغه څه ندي چې ډیپلوماټان یې مونږ ته ښیي


روبن وایي زمونږ د دیپلوماسۍ معیار باید په حقیقتونو ولاړ وي نه په خوشباوریو.
روبن وایي زمونږ د دیپلوماسۍ معیار باید په حقیقتونو ولاړ وي نه په خوشباوریو.

د ملګرو ملتونو د نوي راپور په اساس طالبانو له امریکا سره د خپلو خبرو پر مهال د القاعده شبکې له مشرانو سره سلا مشورې کولې.

د امریکن انترپرایز څیړنیز مرکز څخه مایکل روبن د طالبانو په اړه بې باوري ښودلې او خپلې یوې مقالې کې طالبان د حماس او حزب الله د ترهگرو ډلو سره پرتله کړې.

ښاغلي روبن امریکا غږ ته په سکایب باندې مرکه کې وویل چې ځکه یې طالبان د حزب الله ډلې سره پرتله کړي چې دواړه د یوه بل هیواد نیابتي ډلې دي.

روبن زیاتوي د حزب الله ډله، د ایران له ملاتړ پرته لږ تر لږه په عملیاتي کچه پایښت نلري.

هغه وايي طالبان د پاکستان پرته چې ورته اکمالات او عمومي سرپنا ورکړې، ځای نه شي ترلاسه کولی. د روبن استدلال دا دی چې طالبانو ته باید په هغه سترگه وکتل شي چې دوی دي، نه په هغه ډول چې دیپلوماتان یې ښیي.

د مایکل روبن سره بشپړ مرکه دلته کتلی شئ.

XS
SM
MD
LG