د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د خپل عاید د زیاتولو لپاره، غواړي د ډبرو سکرو پر کان حمله وکړي


د بغلان ولایت د ډبرو سکرو یو کان
د بغلان ولایت د ډبرو سکرو یو کان

د سمنگان ولایت امنیتي مقامات وایي، د حکومت مخالفین هڅه کوي چې ددې ولایت د ډبرو سکرو د کان کنترول ترلاسه کړي چې په دې ولایت کې خپل فعالیت پراخ کړي.

د سمنگان د پولیسو اغمر خوان طاهري د امریکا غږ ته وویل د ازبیکستان د اسلامي تحریک او طالبانو ډلې هڅه کوي چې ددې معان په نیولو سره خپله عاید اوچت کړي او خپل فعالیت زیات کړي.

په شمال کې د ډبرو سکرو د تصدۍ مسئولینو ویلي دي چې ددې معادن د عوایدو څخه هر کال دوه میلیارده افغانۍ د دولت خزانې ته ځي.

د سمنگانو امنیتي مسولین وایي چې د گاونډي ولایت بغلان له پولو دې ولایت ته د ناامنیو د غزیدلو وروسته اوس دغه ترهگرې ډلې هڅه کوي چې د ډبرو سکرو پر معادن برید وکړي او هغه ونیسي.

په شمال کې د ډبرو سکرو د استخراج د تصدۍ مسؤلین وایي چې د دره صوف ولسوالۍ د شیخه په ساحو کې د شباشک او تور دوه معادنونه د ښه عاید لرونکو کانونو څخه دي چې د طالبانو ډله یې گواښي.

له دې دمخه د استخراج د تصدۍ مسؤلینو ویلي وو چې غیر مسؤلو وسله والو ډلو د بغلان د کرکر د ډبرو سکرو د کان له نیولو وروسته ددغه معادن نه په خپل سر استخراج پیل کړی و.

د ٢٠١٧ کال د جنورۍ په لومړیو کې وسله والو کسانو د بغلان ولایت د تاله او برفک په سیمو کې د کان په کارگرو برید کړی و او لږ تر لږه اته تنه یې وژلي وو.

XS
SM
MD
LG