د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي ټولې نړۍ ته د افغانستان د سرحداتو د «کلکې ساتنې» ډاډ ورکوي


د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد وايي، ټولې نړۍ ته د افغانستان د سرحداتو د «کلکې ساتنې» ډاډ ورکوي.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت داعلامیې له مخې نوموړي پرون سې شنبه نومبر ۱۵ (لړم ۲۴) په کابل کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان د کلتوري او بشري چارو له مرستیال طارق علي البخیت سره لیدنه کې ویلي چې د افغانستان خاوره به هیڅ کله د نورو هیوادونو پر ضد ونه کارول شي.

په یاده اعلامیه کې د طالبانو د دفاع وزارت د سرپرست له قوله ویل شوي: "موږ دسرحداتو په کلکه ساتنه سره ټولې نړۍ ته پوره ډاډ ورکوو،چې دافغانستان خاوره به دنورو هیوادونو پرضد هیڅکله ونه کارول شي."

ملا یعقوب ویلي چې «اسلامي امارت» د دوحې تړون ته ژمن دی او په خبره یې د افغانستان له خاورې څخه به نړۍ ته هیڅ ډول ګواښ نه پيښیږي.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه د واک له ترلاسه کولو وروسته په افغانستان کې خپل «شرعي نظام» اعلان کړ. خو تر دا مهاله د هیڅ یوه هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

د بیان له مخې د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان پلاوي په افغانستان کې د امنیت ټینګښت، مخدره توکو کښت، قاچاق او د داعش سره په مبارزه کې د طالبانو حکومت هڅې ستایلې دي. په کابل کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان دفتر تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د دوحې د تړون له مخې چې د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹مه په قطر کې لاسلیک شو، طالبان باید د القاعده شبکې په ګډون له ټولو تروریستي ډلو سره اړیکې قطعه کړې او د افغانستان په خاوره کې ځای ورنکړي.

دا په داسې حال کې ده چې روان کال د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان پایتخت کابل کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په تړاو وویل چې طالبانو الظواهري ته په ځای ورکولو سره د دوحې له تړون څخه "جدي" سرغړونه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکې برید په غرګون کې هغه مهال وویل چې په دې اړه د دوی څېړنې روانې دي او تر دا مهاله یې څېړنې نه دي بشپړه شوي.

ښاغلي متقي همدارنګه وویل چې د امریکا متحده ایالاتو په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه «هیڅ ثبوت» نه دی وړاندې کړی.

تر دې مخکې یو شمېر هیوادونو په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور په اړه هم اندېښنې ښودلې وې، خو طالب چارواکو ویلي و چې یاد ډله یې ځپلې ده.

دا په داسې حال کې ده داعش ډلې په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د مرګونو چاودنو د مسؤلیت ادعا کړې ده.خو د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې په کابل او شمېر ولایتونو کې د داعش ډلې اړوند وسله والو پر پټنځایونو د عملیاتو راپورونه ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG