د لاس رسي وړ اتصالات

خبرې اترې: په پارلمان کې لفظي شخړې وشوې


خبرې اترې: په پارلمان کې لفظي شخړې وشوې
خبرې اترې: په پارلمان کې لفظي شخړې وشوې

د افغانستان د ولسي جرګې غړي نن د چارشنبې په ورځ بیا ونه توانیدل چې خپل ریْْْس وټاکي خو دغه ځل په پارلمان کې د نظر د اختلافاتو په خاطر یو لړ لفظي شخړې هم وشوې چې په لړ کې یې ځینو د پارلمان غړو د اهتراز په توګه تالار پېښود.

د نن ماښام د خبرو اترو په خپرونه کې مو د افغانستان په ولسي جرګه کې د ورستیو انکشافاتو په باب خبري وکړې. ولسي جرګې نن د درو ساعتونو غونډې وروسته بیا هم مشر ونشو ټاکلی.

د دغې ستونزې د حل لپاره یو۶۰ کسیزه کمیسون چې غړي یې د پارلمان غړي او د ریاست دپاره پخواني کاندیدان دي، دایر شوی دی. دوی پر هغو غړو نوماندانو باندي غور کوي چې د ټولو دپاره د منلو وړ وي.

خو دا چي د پارلمان دغه ستونزه به چې د یوې میاشتې نه زیات وخت راهیسي جریان لري څنګه حل شي دا اوس هم یو پوښتنه ده.

زمونږ سره په خپرونه کې میلیمانه وو: د ولسي جرګې پخوانی غړی ډاکټر کبیر رنجبراو د ولسي جرګې اوسنی غړی محترم سید اسحق ګیلاني

د خپرونې په ترڅ کې پر هغو کسانو باندي خبري وشوې چې امکانات یې ډیر دي چې د دوی له ډلې نه یو یې د پارلمان ریْس وټاکل شي.

همداشان د رای ګیرۍ پر میکانیزم باندي هم خبري وشوې چې آیا په رای ګیرۍ کې مبتنې او باطلې رایې هم شمیرل کېږي کنه او که د تایید او رد رایو پر بنسټ باندي پریکړه نیول کېږي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان په یوه حساس حالت کې دی. د یوې خوا نه د ۲۰۱۴ کال مهلت دی چې افغان حکومت باید ورته چمتوالی ونیسي تر څو د ناټو د قواوو نه د امنتیي چارو مسولیت په غاړه واخلي، دبلي خوا نه د حکومت د مخالفینو سره د سولې د خبرو مسله ده چې حکومت پرې کار کوي- په داسي یوه حالت کې د یوې فعالې مققنه قوې شتون ډیر ضروري دی- تر څو د حکومت سره اوږه په اوږه کار وکړي او چارې سر ته ورسوي.

د خپرونې په ترڅ کې پر دې باندي هم بحث وشو چې که چیري په پارلمان کې دغه حالت ادامه پیدا کړي نو آیا اجرایه قوه یعني جمهور ریْس او نور حکومتي چارواکي به مداخله وکړي کنه؟ او که چیري مداخله هم وکړي – نو مداخله به یې څه ډول وي؟

زمونږ خپرونه د واشنګټن نه د حسیب الکوزي په کوربه توب په مستقیمه بڼه خپره شوه

د نن ورځې د لانجې په باب او د محمد محقق او وکیلې نسیمې نیازي ترمنځ د لفظي شخړو او عکس العملونو په باب د پارلمان میلمنو غړو څرګندونې لاندې اوریدلای شیْ

XS
SM
MD
LG