د لاس رسي وړ اتصالات

خبرې اترې: آمریکا –افغانستان او نظامي اډې


خبرې اترې: آمریکا –افغانستان او نظامي اډې
خبرې اترې: آمریکا –افغانستان او نظامي اډې

په دې ورستیو کې د افغانستان او نړۍ په مطبوعاتو کې د ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د آمریکا د حضور د څرنګوالي په باب بیلابیلې پوښتنې راپورته شوي دي. د ځینو سره داسي اندېښنې موجودې دي چې امریکا غواړي په افغانستان کې نظامي اډې جوړې کړي خو آمریکايي لوړ پوړو چارواکو په وار وار سره پر دې ټینګار کړی دی چې آمریکا هیڅ داسي پلان نلري چې په افغانستان کې نظامي دایمي اډې جوړې کړي.

د همدغې موضوع د لا واضیح کولو او راسپړولو په موخه مو نن ماښام خپل د خبرو اترو په خپرونه کې بحث وکړ.

په خپرونې کې د ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د آمریکا د حضور پر څرنګوالي باندي خبري وشوې چې ددغې نېټې نه وروسته به آمریکا په افغانستان کې څه ډول نظامي حضور ولري.

د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو کې کله چې د آمریکا د کانګرس ځینو غړو په مطبوعاتو کې دا موضوع مطرح کړه چې آمریکا په افغانستان کې دایمي اډې غواړي نو پر ضد یې یو لړ عکس العملونه وښودل شول او د افغانستان په ځینو سیمو کې مظاهرې وشوې.

د دې موضوع د لا واضیح کولو دپاره او د سیمې د امنیت دپاره د آمریکا د اوږدمهاله تعهد د څرګندولو دپاره د آمریکا د جمهور ریْس مرستیال جو بایډن د آمریکا لوی درستیز، د سمندري قواوو ستر جنرال مایک میولن او په دې ورستیو کې د آمریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس افغانستان ته سفرونه وکړل او هلته یې د مقاماتو سره دا خبره واضیح کړه چې آمریکا هیڅ داسي پلان نلري چې په افغانستان کې نظامي اډې جوړې کړي خو ښاغلي ګیټس افغانستان ته خپل د وروستي سفر پرمهال وویل چې د افغانستان په خوښه، که چیري افغانستان وغواړي نو آمریکا د ۲۰۱۴ کال آه خواته کولای شی چې په افغانستان کې محدود نظامي حضور ولري تر څو د افغانستان د ملي امنیتي قواوو په روزنه کې مرسته وکړي.

دا چې د دې خبرې معنی څه ده او د آمریکا حضور به د ۲۰۱۴ کال نه وروسته څه شکل واخلي، د نن ماښام د خبرو اترو په خپرونه کې د خپلو میلمنو سره مو پرې سره یو ځای خبري وکړې.

زمونز سره په خپرونه کې میلمانه وو: د نظامي چارو کارپوه اسدالله ولولجي صاحب او پخوانی د پارلمان استاځي معین مرستیال

د یادونې وړ ده چې مونږ هڅه وکړه چې د افغانستان پخوانی د کورنیو چارو وزیر محترم حنیف اتمر صاحب هم دې خپرونې ته راوبلو خو داسي ښکاریده چې هغوی مصروفه وه او وې نشوای کړای چې پروګرام ته حاضر سي.

زمونږ خپرونه د واشنګټن نه په مستقیمه بڼه د حسیب الکوزي په کوربه توب خپره شوه.

بشپړ بحث لاندي واوریْ!

XS
SM
MD
LG