د لاس رسي وړ اتصالات

غني د ټاپې پروژې د پرانستلو لپاره هرات ته رسیدلی


عکس ارشیف، هرات ته د جمهور رئیس غني مخکنی سفر
عکس ارشیف، هرات ته د جمهور رئیس غني مخکنی سفر

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د یو لوړپوړي هیت په مشرۍ د هرات ولایت ته رسیدلی دی.

ټاکل شوې چې ښاغلی غني به د جمعې په ورځ (فبرورۍ ٢٣) د ترکمنستان، پاکستان او هند د لوړپوړو چارواکو سره یوځای په هرات کې د ټاپې پروژې د گازو د نل لیکې د کار د پیل په مراسمو کې گډون وکړي.

شاه حسین مرتضوي وویل چې د افغانستان د جمهور رئيس سره به یوځای "د ترکمنستان جمهور رئيس، د پاکستان صدراعظم او د هندوستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر د ټاپي د پروژې د پرانستلو په مراسمو کې برخه واخلي او د مولانا په تالار کې به خپلې پرانستې ویناګانې وکړي".

ټاکل شوې چې د ټاپې پروژې د غړو هیوادونو مشران به د جمعې په ورځ لومړی د ترکمنستان په سليم چشمه سیمه کې راټول شي او له یو لړ مراسمو وروسته به په اورگاډي کې افغانستان ته راشي. دوی به د ټاپې پروژې د پرانستلو تر څنگ درې نورې پروژې چې په کې پاکستان ته د ترکمنستان د بریښنا د انتقال، پاکستان ته د ترکمنستان نه د نوري فایبر لیکه او د ترکمنستان نه هرات ته د اورگاډي د غزولو د پروژو پرانستل شامل دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي، چې د ټاپي پروژې پرانستل د ملي یووالي د حکومت لاسته راوړنه ده او دا پروژه که څه هم د طالبانو په وخت کې پیل شوه خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دورې تر پایه عملي نشوه.

هغه وویل" د ملي یووالي حکومت پدې وتوانیده چې دا پروژه عملي کړي او په سیمه کې باور او اجماع رامنځته کړي".

د ټاپې پروژې د پرانستلو لپاره تیارۍ

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وویل د هرات په ښار کې د ټاپي د پروژې پرانستلو ته پوره تیاری نیول شوی دی او دا ښار به ددې سترې اقتصادي سیمیزې پروژې د ښکیلو هیوادونو د مشرانو او چارواکو کوربه وي.

په هرات کې د امریکا غږ خبریال خلیل نورزایي وايي، چې دا ښار په بشپړه توګه د ټاپي پروژې پرانستلو ته تیاری لري، د ښار په مختلفو ځایونو کې د ټاپي پروژې نښانونه ځوړند دی او دا ښار د ټاپي پروژې په اعلانونو او شعارونو ښکلی شوی دی.

له ترکمنستان نه د افغانستان په لاره پاکستان او هندوستان ته د ګازو دا نل لیکه ۱۸۱۴ کیلومټره ده چې ۸۱۶ کیلومټره له افغانستان تیریږي. د پروژې ټول لګښت دوه ویشت اشاریه پنځه ملیارده ډالره ده.

له دې پروژې به هر کال افغانستان د ټرانزيټ په مټ څلور سوه ملیونه ډالره عاید ولري.

XS
SM
MD
LG