د لاس رسي وړ اتصالات

چای څښل زړه ته ګټه رسوي – څیړنه


یوې نوې طبي څېړنې موندلې ده چې لږ تر لږه په یوې اونۍ کې درې وارې د چایو څښل د زړه د سکتې په ګډون، ګڼو نورو بیماریو په کمولو کې مرسته کوي.

د زړه د بیماریو د وقایې اروپايي ژورنال کې د خپرې شوې څیړنې موندنو د زړه د ناروغیو په کمولو کې د چایو په څښلو تاکید شوی.

پوهانو په دغې اوږدې څیړنې کې چې ۱۰۱زره کسان په کې پوښتل شوي دي، ګډونوال په دوه برخو ویشل شوي، لومړی هغه چې د زړه په سکتې، سرطان یا بلې ناروغۍ باندې اخته وو او بله ډله یې هغه کسان وو چې دغه ډول کومه بیماري یې نه درلودله.

د دغې څیړنې په ترڅ کې یوې ډلې په اونۍ کې لږ تر لږ درې ځلې چای څښلی و او بلې ډلې هیڅ نه و څښلی. دغې څیړنه په اوو کالو کې بشپړه شوې او په پای کې پوهانو وموندله چې د چای څښونکو کسانو د زړه روغتیایي وضعیت تر هغو چې چای نه څښي، ډیر ښه و.

پوهان وایي چې په چایو کې "پولي فینول" شتون د چایو موثریت زیاتوي او په رګونو کې د وینې د ټینګیدو مخه نیسي.

د زړه د بیماریو یو متخصص "ګې منتز" د هلت لاین روغتیایي ویبسایت ته ویلي چې دغه پولیفونونه په وینه کې ګټور کولسټرول زیاتوي چې هغه بیا په خپل وار د زړه او د زړه د رګونو په ساتلو کې مرسته کوي.

شین چای که تور چای؟

د چین په اکاډمۍ کې څیړونکی او د طب استاد دونګ فنګ وایي چې د دغې څیړنې ډیری ګډنوالو شین چای څښلی و.

همداراز د څیړنې په اساس چای څښل د ښځو په پرتله سړیو لپاره ډیر ګټور تمامیږي چې ښايي علت یې دا ښودل شوی چې ښځې د نارینوو په پرته په یادو شویو رنځورونو کمې اخته کیږي.

پوهان وایي چې په دې برخه کې د نورو معلوماتو لاسته راوړلو لپاره به خپلې څیړنې روانې ساتي. تر دې وړاندې هم په یوې بلې څیړنه کې په سترګو او حافظې باندې د چایو څښلو د مثبتو اغیزو په اړه بحثونه شوي وو او راپورونه خپاره شوي و.

XS
SM
MD
LG