د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د ښوونکو اعتصاب لسمې ورځې ته وغځېد


 حبیبې لیسه لومړنۍ لیسه ده، چې ښوونکو یې د خپلو حقوقو لپاره راپورته شول، د دې لیسې ښوونکي وايي څلور غوښتنې لري او باید ومنل شي.
حبیبې لیسه لومړنۍ لیسه ده، چې ښوونکو یې د خپلو حقوقو لپاره راپورته شول، د دې لیسې ښوونکي وايي څلور غوښتنې لري او باید ومنل شي.

په کابل ښار کې د یو شمیر لیسو د ښوونکو اعتصاب نن لسمې ورځې ته وغځېد، او لا هم د یو شمیر ښوونځو ټولګي تړلي او د دغو ښوونځو زده کوونکي په کور ناست دي.

د حبیبې لیسه لومړنۍ لیسه ده، چې ښوونکو یې د خپلو حقوقو لپاره راپورته شول، د دې لیسې ښوونکي وايي څلور غوښتنې لري او باید ومنل شي.

د حبیبې لیسې ښوونکی شاه حکیم وویل ‪"‬د پخوا په شان پرته له بسته، د ښوونکو پرته له قدمونو یعنې د ترفیعاتو اجراء کول دي، دوهمه غوښتنه مو د معاشاتو او مسلکي امتیازاتو زیاتوالی دی، درېیمه غوښتنه مو د ښوونکو د تدریسي ساعتونو کموالی دی، د دوی د سن او سال خدمت د مودې په نظر کې نیولو سره.‪"‬

خو د حبیبې د عالي لیسې بل ښوونکی علم ګل فیضي چې په اعتصاب کې یې برخه لري ، څلورمه غوښتنه داسې تکراروي ‪"‬ولسمشر غني له معلمینو سره داسې وعده کړې وه، چې یوه یوه نمره ځمکه به درکوو، خو دا وعده یې نده عملې شوې.‪"‬

دا ښوونکي وايي، تر هغو به ټولګي تړلي وي، چې حکومت د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي.

دا ښوونکي دا هم وایي، چې د کابل ښار نېږدې سل لیسې په دغه اعتراض کې برخه لري.

پدغو لیسو کې د استقلال، غازي، محمود طرزي لیسې هم شاملې دي.

مدني ټولنې هم له دغو ښوونکو ملاتړ کوي، یوې مدنې ټولنې غړو د دوشنبې په ورځ ددغو ښوونکو نه د ملاتړ لپاره غونډه جوړه کړې وه.

د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالینو د شبکې مشر محمد سنګر امیرزاده وايي ‪"‬مونږ د ښوونکو له مشروعو حقوق نه دفاع کوو او غواړو چې دا پلي شي او ولسمشر د دوی غوښتنو ته ځواب ووايي.‪"‬

خو د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس کبیر حقمل وايي، د دوی ځینې غوښتنې د پوهنې د وزارت له امکاناتو لوړې دي او د ځینو غوښتنو تعمیل یې وخت غواړي.

د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس محمد کبیر حقمل وویل ‪"‬مونږ د معلمینو غوښتنې یو په یو اورېدلي، پخوا تر دې چې دوی اعتصاب وکړي، مونږ دا غوښتنې د جمهوري ریاست عالي مقام ته سپارلي، هغه غوښتنې چې دوی یې د قانون د تغییر په هکله وايي، هغه وخت ته اړتیا لري.‪"‬

په تېرو لسو ورځو کې په اعتصاب کېد شاملو لیسو زده کوونکي له زده کړو بې برخه دي، د حبیبې د عالي لیسې د څلورم ټولګي اول نمره احمد صمیم وايي ‪"‬زه چې کله ښوونځي ته راشم او ووايي چې ښوونکي دي دې په اعتراض کې دي، سخت خفه کېږم.‪"‬

په ورته وخت کې تیره ورځ د سویډن د کمېټې په مرسته په کابل کې د معلمینو یوه شورا هم جوړه شوې ده ، چې د ښوونکو د ستونزو د هوارولو لپاره به هلې ځلې کوي.

ددې شورا یوه غړي عبدالواسع وویل‪"‬ دا شورا به د ښوونکو او دولت ترمنځ همکاره شورا وي.‪"‬

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د معترضو ښوونکو د غوښتنو د عملي کولو لپاره لاس په کار شوي دي.

د ولسمشر غني د مطبوعاتي دفتر مسول حمد الله محب امریکا غږ ته وویل د مالیې وزارت او د پوهنې وزارت پدې مسئله لاس په کار شوي دي.

د تېر هجري کال د میزان په میاشت کې ولسمشر غني له ښوونکو سره امتیازاتو ژمنه کړې وه.

او دا ښوونکي هم د ولسمشر د هماغو ژمنو عملي کېدل غواړي

XS
SM
MD
LG