د لاس رسي وړ اتصالات

انګلستان په کرکټ کې نړیوال ریکارډ جوړ کړ


د انګلستان لوبډلې په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د زیاتو منډو جوړولو نړیوړال ریکارډ جوړ کړ.
د انګلستان لوبډلې په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د زیاتو منډو جوړولو نړیوړال ریکارډ جوړ کړ.

د انګلستان د کرکټ لوبډلې د اسټرالیا د لوبډلې په خلاف ۴۸۱ منډې وکړلې چې په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې نړیوال ریکارډ شو. د انګلستان لوبډلې دزیاتو منډو دا نړیوال ریکارډ دانګلستان د نټینهګام په لوبغالي کې جوړ کړ.

په نننۍ لوبې کې د انګلستان دوه لوبغاړو سلیزې او دوه نورو یې نیمه سلیزې جوړې کړلې. د انګلستان لپاره الیکس هیلز ۱۴۷ ، جانتهان بیرسټو ۱۳۹منډې وکړلې.

د انګلستان د لوبډلې یوازې ۶ لوبغاړي وسوځیدل.

تر دې وړاندې هم د انګلستان لوبډلې په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د زیاتو منډو ریکارډ درلود. انګلستان په یوې لوبې کې چې په 2016 کال کې یې د پاکستان په خلاف کړې وه، ۴۴۴ منډې کړې وې. د انګلستان لوبډلې دواړه ریکارډونه په همدې یو لوبغالي کې جوړ کړیدي.

د اسټرالیا لوبډله انګلستان ته د پنځو یو ورځنیو او یوې شل اوریزې لوبې د کولو لپاره انګلستان ته تللې. د روانو سیالیو په لړۍ کې تر اوسه دوه لوبې شوي چې دواړه یې د انګلستان لوبډلې ګټلي دي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG