د لاس رسي وړ اتصالات

د فوټبال نړیوال جام؛ د امریکا لوبډله وايي د مینه‌والو ملاتړ به یې تر وروستیو پړاوونو ورسوي

د متحدو ایالتونو د فوټبال ملي لوبډله هڅه کوي چې د ۲۰۲۶ د فوټبال نړیوال جام د کوربه‌توب له برلاسۍ او د امریکايي مینه‌والو له زیاتېدونکي ملاتړ څخه ګټه واخلي، او ددې جام تر وروستیو پړاوونو ځان ورسوي.

د نارینه‌وو د فوټبال دا لوبډله غواړي په تیرو جامونو کې د امریکا د څلور ځله ګډون په پرتله سږکال ښه وځلیږي او تمه لري چې د نړیوال جام تر حذفي پړاوونو تګ به فوټبال ته د امریکایانو لیوالتیا نوره هم زیاته کړي.

په امریکا کې، د فوټبال مینه‌وال په وروستیو کلونو کې زیات شوي، خو فوټبال لا هم په امریکايي ټولنه کې د ځینو نورو دودیزو ورزشونو په اندازه محبوبیت نلري.

تېره میاشت په نیویارک ښار کې، کله چې د امریکا د لوبډلې ۲۶ کسیز نوملړ اعلان شو، د امریکا د فوټبال مینه والو یې تود هرکلی وکړ.

د ۲۰۲۶ نړیوال جام ته د داخلېدلو په مهال د امریکا لوبډله د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په درجه‌بندۍ کې د نړۍ ۱۶مه ترټولو غوره لوبډله ګڼل کیږي او اوس د فوټبال په میلیونونو امریکايي مینه وال ورڅخه د لا وړاندې تګ تمه لري.

د امریکا د ملي لوبډلې لوبغاړي ویسټن مککیني د می په ۱۷مه په نیویارک کې د ملي لوبډلې د اعلانېدو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل: «دلته راتګ او د هغه ملاتړ لیدل چې په زیات شمېر مینه وال یې له موږ څخه څرګندوي، زه فکر کوم چې په ما باندې تر بل هر وخت زیاته اغېزه کوي. په لوبډله کې د خپل شمولیت د خبر اورېدل، ظاهره خبره ده چې د یو نوي پیل مهمه لحظه وي.»

د امریکا په لوبډله کې ۲۷ کلن فارورډ کریسټین پولیسیچ د ګول وهلو د توان له مخې تر نورو وړاندې دی. د هغه ۳۳ ګولونو نوموړی د امریکا ترټولو مشهور لوبغاړی ګرځولی. پولیسیچ د لوبډلې د اعلان په مراسمو کې رسنیو ته وویل د نورو ګولونو د وهلو په تمه دی.

پولیسیچ وویل: «موږ دا بریا په رښتیا ډېره غواړو. که لږ څه اندېښنه نه لرئ، که یې احساس نه کوئ، نو مانا دا چې چندان پروا یې نه لرئ. موږ ته دا ډېر ارزښت لري. موږ غواړو تر خپلې وسې په غوره توګه ددې هېواد استازیتوب وکړو. اندېښنه شته، خو ورسره هیجان هم شته. اوس چې دلته یو، هیله لرم له همدې شېبې خوند واخلو او خپله تر ټولو غوره لوبه ترسره کړو.»

د امریکا د لوبډلې مشري ۳۸ کلن مدافع ټیم رایم کوي، چې د نړیوال جام لپاره د امریکا تر ټولو د زیات عمر لرونکی لوبغاړی دی.

دغه تجربه‌کار لوبغاړی د لوبډلې د روزونکي موریسیو پوچیټینو له خوا د کپتان په توګه ټاکل شوی.

پوچیټینو چې په خټه ارجنټاینی دی، د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر راهیسې د امریکا د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه دنده لري. د هغه تر مشرۍ لاندې د لوبډلې ریکارډ تر ډېره مثبت دی؛ امریکا ۱۴ لوبې ګټلې، ۱۰ یې بایللې او ۲ یې مساوي کړې دي.

په دې ریکارډ کې د نړیوال جام لپاره وروستۍ دوه تمریناتي لوبې هم شاملې دي. په لومړنۍ تمریناتي لوبه کې امریکا له سنیګال څخه ۳-۲ لوبه وګټله او په دوهمه تمریناتي لوبه کې یې د جرمني پر وړاندې ۲-۱ ماتې وخوړه.

پوچیټینو په دغو لوبو کې د ټیم له کارکردګۍ څخه خوښ ښکاري.

د شنبې په ورځ جرمني ته له ماتې وروسته پوچیټینو وویل: «په تېرو دوو اوونیو کې مو پر لوبغاړو ډېر فشار راوړی وو. اوس مهمه دا ده چې د لوبغاړو فزیکي فشار وارزوو او په هوښیارۍ سره ډاډ ترلاسه کړو چې د پاراګوای په وړاندې په ښه توګه، تازه انرژۍ او بشپړ چمتووالي سره میدان ته ووځو.»

په ګروپي پړاو کې د امریکا لومړنۍ لوبه د جون په ۱۲مه د پاراګوای سره ده. د امریکا سره په ډي ګروپ کې اسټرالیا او ترکیه هم شامل دي، ځکه خو دا د سیالیو له تر ټولو متوازنو ګروپونو څخه ګڼل کېږي.

د امریکا د ټیم مدافع لوبغالړی ټایلر اډمز وایي، د کوربه لوبډلې په توګه ټیم برلاسی ګڼي او چمتو دي چې تر حذفي پړاوونو به ورسیږي.

اډمز له جرمني سره د تمریناتي لوبې وروسته وویل: «تر ټولو مهم شی د مینه‌والو ملاتړ، رپېدونکي بیرغونه، او دوامداره تشویق دی. دا موږ ته په سختو شېبو کې اضافي انګېزه راکوي، چې په وړاندې ولاړ شو، مبارزه وکړو او هېڅکله تسلیم نه شو. همدا هغه څه دي چې موږ ورته اړتیا لرو.»

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG