د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي هلک د ښوونځي د نومرو پر سر خپله مور ووژله


د متحدو ایالتونو د فلوریډا په ایالت کې یو ۱۵ کلن هلک خپله مور له دې کبله وژلې چې هغه ورته په ښونځي کې د کمو نومرو په اخیستلو په غوصه شوې وه.

په فلوریدا کې د ویلسیا د پولیسو آمر وایي چې دغه هلک د ښوونځي په یو مضمون کې د سلو څخه ۶۰ نمرې وړې وې او مور یې له همدې کبله ورسره شخړه کړې وه. هلک پولیسو ته اقرار کړی چې خپل مور یې زندۍ کړې وه.

د امریکا فاکس تلویزون وايي هلک د خپل مور مړی په یوې کراچۍ کې تر موټر پورې کش کړې اوبیا یې یوې کلیسا په انګړ کې ښخه کړې ده. پولیس وایي د پېښې پر مهال د هلک پلار او بل څوک په کور کې نه وو.

پولیس وایي چې دوي هله خپل تحقیقات پیل کړل چې د همدغه هلک له خوا زنګ راغی. راموس دوي ته زنګ وهلی و چې کور ته یې غل اوښتی، کمپیوټرونه، ګیم، توپک او ځینې نور شیان یې له ځانه سره وړي دي. د راموس درواغ هله د تحقیقاتو پر مهال ثابت شول کله چې پولیسو ته معلومه شوه چې دی ښوونځي څخه وخته وتلی و.

راموس دا هم منلې چې د کور شیان یې د خپلو دوه نورو ملګرو په مرسته پټ کړي دي تر څو د خپلې مور وژنه پرې پټه کړي. پولیسو د راموس هغه دوه نور ۱۷ کلن ملګري هم نیولي دي. د پولیسو آمر وایي چې دا پیښه ډیره زړه بګنوونکې ده او په ګاونډ کې یې ډیر خلک خواشیني کړي دي.

XS
SM
MD
LG