د لاس رسي وړ اتصالات

سمنګان ولایت کې لس ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي


Girls use a temporary raft across a flooded street in a residential area after heavy monsoon rains in Karachi, Pakistan.
Girls use a temporary raft across a flooded street in a residential area after heavy monsoon rains in Karachi, Pakistan.

د سمنګان ولایتي چارواکي وايي، تیره شپه ( سلواغې ۱۴ مه) د دغه ولایت د دره صوف پایان په ولسوالۍ کې د طالبانو په یو برید کې لس ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د سمنګان د والي ویاند صدیق عریزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د دره صوف پایان ولسوالۍ د "ګوله" په کلي کې د ولسي پاڅون کوونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې یوه ښځه هم وژل شوې ده.

ښاغلي عزیزي وویل " تیره شپه وسله والو طالبانو د " ګوله" په کلي باندې برید کړی وو، چې له امله یې لس ولسي پاڅون کوونکي ووژل شول".

ښاغلي عزیزي وویل، چې په جګړه کې اوه طالبان هم وژل شوي دي.

هغه وویل، په کلي کې پولیس او د پوځ منسوبین نه وو او کلیوالو په خپله د خپل کلي څخه د دفاع لپاره طالبانو سره جګړه کړې ده.

د دره صوف پایان ولسوال عبدالیقین امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دغه سیمه کې وسله وال طالبان ډیر نفوذ لري او شاوخوا ۸۵٪ سیمه د دغې ډلې د وسله والو په لاس کې ده.

د سمنګان ولایتي شورا استازي وايي له تیرو شلو ورځو د " ګوله" په نوم کلی د دره صوف پایان په ولسوالۍ کې د طالبانو تر محاصرې لاندې وو.

د ولایتي شورا یو غړي هاشم سروري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دغه جګړه کې یوولس تنه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او دوه ښځې هم ټپیانې شوي دي.

د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د ولسي پاڅون کوونکو په نوم وسله والې ډلې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ د طالبانو او اسلامي دولت یا داعش پر وړاندې په خپلو کلو کې جګړه کوي.

دغو وسله والو سره د وسلو او مهماتو په برابرولو کې افغان امنیتي ادارې مرسته کوي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې د " ګوله" په کلي کې د تیرې شپې په جګړه کې د ۱۹ ولسي پاڅون کوونکو د وژ لو او اوو نورو ټپي کیدو ادعا کړې ده.

د طالبانو ویاند ویلي، چې په دغه جګړه کې یو طالب وسله وال ټپي شوی دی.

د " ګوله" کلی د سمنګان ولایت د دره صوف پایان ولسوالۍ د مرکز په ۷۰ کیلو مترۍ کې پروت دی.

XS
SM
MD
LG