د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتيا کې لس کسان په مرموز ډول وژل شوي


(ارشیف)
(ارشیف)

د پکتيا امنيې قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخېل امريکاغږ ته وويل، نن سهار د دې ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د لسو کسانو مړي، چې په مرموز ډول وژل شوي، موندلي او د زرمت روغتون ته تر وړلو وروسته ګردېز ته انتقال شوي دي.

هغه وويل، د معلوماتو له مخې دغه ټول کسان ملکيان دي، چې ګمان کوي، له مختلفو سيمو تښتول شوي او بيا په مرموز ډول وژل شوي دي.

ښاغلي اورياخېل وويل، چې دغه لس واړه کسان د ټوپک په ګوليو ويشتل شوي او مړي يې نن سهار د زرمت ولسوالۍ د مُکرم خېلو په سيمه کې پراته وو، چې سرې مياشتې موندلي دي.

ښاغلي اورياخېل زياته کړه "ممکن دغه کسان طالبانو وژلي وي، خو د وژنې اصلي علت يې تر اوسه ندی معلوم شوی، مګر د پوليسو مامورينو د پېښې په اړه خپل تحقيقات پيل کړي دي".

د زرمت ولسوالۍ د روغتون مسوول ډاکټر حاجي محمد هم له امريکاغږ سره په خبرو کې د لسو کسانو مړي، تاييد کړل، چې نن سهار لومړی د دوی روغتون او بيا د ګردېز ولايتي ملکي روغتون انتقال شول.

هغه زياته کړه، چې د تذکرو پراساس په دغو کسانو کې پنځه تنه د خوست، څلور د پکتيا او يو د لوګر ولايت اوسېدونکي دی، خو زياتوي، چې د دندو په اړه يې معلومات نلري.

په پکتيا کې د سرې مياشتې رئيس بهادرخان خبريالانو ته وويل، چې لس واړه وژل شوي کسان يې د تحقيقاتو او خپلو کورنيو ته د سپارلو لپاره د امبولانسونو په وسيله د ګردېز ولايتي ملکي روغتون ته انتقال کړل.

د دغو کسانو ځينې خپلوان وايي، چې په وژل شويو کې يو شمېر کسانو په محلي پوليسو کې دندې لرلې او ځينې نور يې ملکيان دي، چې شاوخو درې اوونۍ مخکې ناڅرګندو کسانو په مختلفو سيمو کې نيولي وو.

په همدې حال کې وسله والو طالبانو د يوه خپور شوي بيان په ترڅ کې د يادو کسانو د وژنې مسووليت پر خپله غاړه منلی او ويلي يې دي، چې ټولو وژل شويو کسانو په حکومت کې رسمي دندې لرلې.

طالبانو په دغه بيان کې زياته کړې، اته تنه سيمه ييز پوليس او يو د استخباراتو مامور و، چې په پکتيکا ولايت کې يي دندې لرلې او خپلو کورونو ته د رخصتۍ لپاره د تګ پرمهال له موټرو ښکته کړل شوي او بيا تېره شپه يو ځای وژل شوي دي.

خو د پکتيکا چارواکي وايي، چې دوی هم ورته خبر تر لاسه کړی او پلټنې کوي، چې معلوم کړي، چې رښتيا هم يادو وژل شويو کسانو په پکتيکا کې حکومتي دندې لرلې او که څنګه؟

د يوبل خبر له مخې نن په خوست کې نږدې پنځوس ميله سپکې وسلې، چې پوليسو په مختلفو پوځي عملياتو کې ترلاسه کړې وې، د چارواکو له لوري د ډاياګ پروګرام ته وسپارل شوې.

د خوست د امنيې قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت امريکاغږ ته وويل، پوليس هڅې کوي، چې د دې ولايت له خلکو سره په ناقانونه توګه ستاتل شوې وسلې راټولې کړي. هغه زياته کړه، دا کار پر امنيت مثبت تاثير لرلی شي.

XS
SM
MD
LG