د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا کې ۱۰ تنه په چاقو وژل شوي


په کاناډا کې پولیس وایي ددې هیواد په لیرې پرتو ټولنو کې لږ تر لږه لس تنه په چاقوانو وژل شوي او تر لسو ډیر ټپي شویدي.

پولیسو یکشنبه سپټمبر ۴ (وږي۱۳) ویلي چې د برید په تړاو په دوو مشکوکو کسانو پسې لټون پیل کړی.

د کاناډایي پولیسو ‍مرستیالې رهونډا بلکمور د پیښې په هکله په خبري کنفرانس کې وویل، " د لسو افرادو مړي مو د جیمز سمیت کري نیشتن او ویلډن ساسکاچیوان په سیمو کې په ۱۳ بیلا بیلو ځایونو کې موندلي".

د پولیسو دې مشرې وویل چې په پیښه کې ګڼ شمیر کسان ټپي شوي او ۱۵ یې روغتون ته د درملنې لپاره وړل شویدي.
پولیسو ویلي چې د پیښې په هکله یې تحقیقات پیل کړي او په دوو مشکوکو کسانو پسې ګرځي.

ویل کیږي چې وژل شوي کسان د کاناډا بومي اوسیدونکي دي.

د کاناډا صدراعظم جسنټن ټروډو دا پیښه "ناوړه او زړه ماتوونکې وبلله".

ښاغلي ټروډو په ټویټر کې لیکلي، "زه د هغوي په هکله فکر کوم چې خپل خپلوان یې وژل شوي او یا ټپي شویدي".

پولیس وایي په محلي وخت د یکشنبې د سهار په شاوخوا ۵:۴۰ ورته د لومړۍ پیښې خبر ورکړل شو خو وروسته نورو کسانو هم پولیسو ته زنګونه ووهل او د چاقو د بریدونو په هکله یې خبر کړل.

پولیسو د البرټا او مانیټوبا په ایالتونو کې د مشکوکو کسانو د پیدا کولو لپاره عملیات پيل کړي.

د متحده ایالاتو په پرتله په کاناډا کې د وسله وال تشدد پیښې چې ګڼ شمیر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي، لږې دي ځکه چې پدې هیواد کې د وسلو د تر لاسه کولو لپاره شرایط ډیر سخت دي. په کاناډا کې یوازې هغوي وسله درلودی شي چې د اخیستو لپاره یې جواز ولري.

په کاناډا کې د ډله ایزې وژنې یوه تر ټولو ناوړه پیښه په ۲۰۲۰ کال کې هغه وخت وشوه چې یو وسله ۱۰ تنه ووژل. پدې هیواد کې مسؤلین وایي سره لدې چې د متحده ایالاتو په پرتله وژنې کمې دي خو تر څنګ یې دا هم وایي چې دا ډول پیښې مخ په زیاتیدو دي.

XS
SM
MD
LG