د لاس رسي وړ اتصالات

په میدان وردګ او دایکنډي کې ۱۰ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي


د میدان وردګ او دایکنډي په ولایتونو کې سیمه ییز چارواکي وايي، تیره شپه ( ثور۲۱مه) په دغو ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسله والو طالبانو په بریدونو کې لس ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل شوي دي.

د میدان وردګ ولایت د مرکزي بهسودو د ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي، پر دغه ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو باندې د طالبانو په بریدونو کې پنځه سیمه ییز پاڅون کوونکي وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

د مرکزي بهسودو ولسوال عبدالرحمان توفیق امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا برید د دغې ولسوالۍ د کجاب په سیمه کې شوی، چې د برید په ترڅ کې وسله والو طالبانو د ولسي پاڅون کوونکو څخه پوستې هم نیولي دي.

هغه وویل، په سیمه کې د طالبانو د بریدونو وروسته یو شمیر سیمه ییز اوسیدونکي د امنیتي اندیښنو له امله له دغې سیمې نورو سیمو ته کډه شوي دي.

افغان حکومت په یو شمیر ناامنو ولایتونو کې له هغو کسانو ملاتړ کوي، چې د طالبانو او نورو وسله والو پر خلاف یې د خپلو سیمو د ساتلو لپاره ټوپکونه اخیستي دي.

د میدان وردګ ولایت امنیه قومندان امریکا غږ اشنا راډيو ته وویل، چې تراوسه یې د مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې د طالبانو د برید په پایله کې امنیتي ساتونکو د سر د زیان په هکله معلومات نه دي ترلاسه کړي.

د بلې خوا د دایکنډي ولایتي چارواکي وايي، تیره شپه ( ثور۲۱مه)وسله والو طالبانو د دغه ولایت د "پاتو" په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې له امله یې پنځه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.

د پاتو ولسوال سید طاهر اعتمادي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې لا هم په دغه سیمه کې وضعیت عادي شوی نه دی او یو شمیر پوستې هم د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي دي.

یو کال کیږي، چې د پاتو د ولسوالۍ تشکیلات د دایکنډي په ولایت کې شامل شوي دي خو تراوسه لا په دغه ولسوالۍ کې د افغان پوځ ځواکونه ځای پر ځای شوي نه دي.

د دغې ولسوالۍ امنیت د ولسي پاڅون کوونکو له خوا، چې د افغان حکومت له خوا یې ملاتړ کیږي ساتل کیږي.

طالبانو په تیره یوه اونۍ کې د میدان وردګ او دایکنډي ولایتونو پر څو ولسوالیو بریدونه کړي دي، چې له امله یې دواړو خواو ته د سر د زیان اوړیدلی دی.

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د مرکزي بهسودو په ولسوالۍ کې یې ۱۳ امنیتي ساتوونکي وژلي او د هغوی څخه یې پنځه پوستې نیولي دي.

خو طالبانو لا د دایکنډي د پاتو د ولسوالۍ د عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG