د لاس رسي وړ اتصالات

په ارزګان کې لس پولیس وژل شوي


امنیتي چارواکي وایي چې په وروستیو کې په ارزګان ولایت کې د داخلي بریدونو پیښې زیاتې شوي دي.
امنیتي چارواکي وایي چې په وروستیو کې په ارزګان ولایت کې د داخلي بریدونو پیښې زیاتې شوي دي.

د ارزګان ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، ددغه ولایت د چنارتو ولسوالۍ په اړوندو امنیتي پوستو د طالبانو د ډله ایز برید په پایله کې لس پولیس وژل شوي او یو بل لادرکه شوی دی.

د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوال فیض‌محمد حنفي امریکا غږ ته وویل، دا شمیر پولیس نن سهار وختي څلور بجې هغه مهال ووژل شول، چې تیر ماښام طالبانو د دې ولسوالۍ په چرمستان سیمه کې د پولیسو پر امنیتي پوستو ډله ایز بریدونه وکړل.

د هغه پر وینا په دې برید کې د زین‌الله په نوم د پولیسو یو قوماندان هم وژل شوی او یو پولیس لادرکه شوی دی.

د چنارتو ولسوال زیاته کړه، ښايي لادرکه شوی پولیس د خپلو همکارانو په وژنه کې له طالبانو سره مرسته کړې وي.

له بلې خوا په ارزګان کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل، طالبانو د دې پوستې وسلې او یو موټر هم له ځان سره وړي دي.

د چنارتو ولسوال فیض‌محمد وايي، لا هم د چرمستان په یو شمیر امنیتي پوستو کې د ښکیلو غاړو ترمنځ جګړه روانه ده.

د ارزګان د امنیت آمر رحیم‌الله خان امریکا غږ ته وویل، د لسو پولیسو د وژنې په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.

د ارزګان د امنیت آمر مني چې په دغه ولایت کې د پولیسو خپل منځي بریدونه زیات شؤی او دوی یې اندېښمن کړي دي.

هغه زیاته کړه، چې د امنیتي ځواکونو د خپل منځي بریدونو د مخنیوي لپاره یې هڅې پیل کړې دي.

شاوخوا یوه اونۍ مخکې هم د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې دوو پولیسو خپل څلور ملګري وژلي وو.

په دې اړه مو د افغانستان د کورنیو چارو نظر هم وپوښته. د دغه وزارت د ویاند مرستیال امریکا غږ ته وویل، چې تر اوسه د دې پېښې په تړاو هغوی ته دقیق راپور او جزئیات نه دي رسیدلي.

تر اوسه د افغان حکومت کومې مخالفې ډلې په دې هکله رسنیو ته څه نه دي

ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG