د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو په کابل هوايي ډګر کې د هیروئينو ۱۰ قاچاقبران نیولي


Afghanistan Anti drug
Afghanistan Anti drug

د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، پولیسو د دغه هیواد په پلازمینې او یو شمیر ولایتونو کې ۱۷ تنه د مخدره موادو د قاچاق په تور نیولي دي.

د دغه مرکز د مطبوعاتو رئيس احمدخالد مؤحد امریکا غږ آشنا ته وویل، دغه شمیر کسان د مخدره موادو د قاچاق د شلو قضیو په تړاو په تیرو اوو ورځو کې نیول شوي او دوسیې یې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي.

هغه وویل د یادو قضیو له شمیرې لس تنه د کابل د حامد کرزي په هوايي ډګر کې نیول شوي، چې غوښتل یې په خپلو ګیډو کې ځای پر ځای شوي هیروئين له افغانستان څخه بهر ته قاچاق کړي.

"لس تنه چې د هیروئینو په قاچاق تورن دي، له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې نیولي دي. دغو کسانو په خپلو ګیډو کې هیروئين ځای پر ځای کړي وو او نیت یې درلود چې دغه مواد له کابل څخه نوې ډهلي ته قاچاق کړي".

ښاغلي مؤحد زیاته کړه، چې پاتې اوه کسان د مخدره موادو د قاچاق په تور په کندوز، هلمند، پروان، ننګرهار، هرات، سمنګان او نیمروز ولایتونو کې، د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د هغه پر وینا د مخدره موادو له دغه شمیر قاچاقبرانو څخه په ټولیزه توګه نږدې ۳۰۰ کیلوګرام هیروئين، څه د پاسه ۷۱۴۸ کیلوګرام مورفین، له ۱۹۷۴ کیلوګرامو څخه زیات اپین، څه باندې ۱۱۱۰ کیلوګرام چرس، ۶۳۰۰ کیلوګرام کلک او ۱۸۰ لیټره اوبلن کیمیاوي مواد او ۳۷۴ لیټره الکول کشف او ضبط شوي دي.

د دغه مرکز د معلوماتو پر بنسټ د روان لمریز کال په سرطان میاشت کې، افغان امنیتي ځواکونو په افغانستان کې د مخدره موادو د ۳۵ قضیو په تړاو ۳۷ کسان نیولي او دوسیې یې د څیړلو لپاره د عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته سپارلي دي.

د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز، د مخدره موادو د هغو قاچاقبرانو د دوسیو د څیړلو صلاحیت لري، چې جرم یې دروند وي او د زیاتې اندازې مخدره موادو د قاچاق پر مهال نیول شوي وي.

XS
SM
MD
LG