د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د پاکستان پر ضد لاریون شوی


زرغون بهیر چې دغه عکس یې خپور کړی وایي د پاکستان په خلاف د جمعې د ورځې لاریون ددغه بهیر له خوا تنظیم شوی وو.
زرغون بهیر چې دغه عکس یې خپور کړی وایي د پاکستان په خلاف د جمعې د ورځې لاریون ددغه بهیر له خوا تنظیم شوی وو.

نن د کابل په یخې هوا کې په لسګونو کابل ښاریانو په افغانستان کې د روانو تروریستي پیښو او بریدونو د غندنې لپاره د پاکستان سفارت سره نږدې لاریون وکړ.

لاریونکوونکو "آی ایس آی زمونږ قاتله ده، مرګ پرآی ایس آی او مرګ پر پاکستان" شعارونه له ځان سره لیږدول.

نن په کابل کې اسمان وریځ او د لږې شیبې لپاره واوره هم ووریدله، خو دغه لاریونکوونکي په دغې سړې هوا کې د اوږدو ساعتونو لپاره د پاکستان سفارت شا ته په عمومي سړک پاتې شول، چې د پریکړه لیک ترلوستلو د لاریون له ځایه په سوله ایز ډول خواره شول.

خو یو لاریونکونکي ګواښ وکړ چې که د هغه پر وینا د پاکستان لاسوهنه بنده شي او بل ځل به د پاکستان سفارت مخې ته د تاوتریخوالي ډک لاریون ترسره کړي.

" دغو بریدونو ته دې نور د پای ټکی کیږدي او له دې زیات دې زمونږ د خلکو وینه نه تویوي او که بل ځل لاریون کې به یا ممکن دا سفارت وتړو او یا هم به تاوتریخوالي ته لاس واچوو ".

دغو لاریونکوونکو د افغانستان په روانې ناامنۍ کې پاکستان او په ځانګړي ډول د دغه هیواد د استخباراتو اداره آی ایس آی په لاس لرلو تورنواله او ادعا یې کوله چې په افغانستان کې د افغان حکومت وسله وال مخالفان تروریستي بریدونه د پاکستان په مالي، تخنیکي او سیاسي ملاتړ ترسره کوي.

لاریونکوونکو له افغان حکومت وغوښتل چې له پاکستان سره دې خپلې اړیکې وشلوي.

که څه هم لاریونکونکو ځانونه د کابل ښاریانو په توګه معرفي کول، خو د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رئیس امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر "روند سبز" یو غړي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د لاریون بندوبست د دغه بهیر له خوا شوی وو.

عبدالرحمان جبران وویل " په کابل کې نننی لاریون د وروستیو تروریستي بریدونو په تړاو چې د پاکستان د آی ایس آی او د دغه هیواد د پوځ له خوا پلان شوې وې، مونږ د دغو تروریستي پریدونو په تړاو چې په کابل، هلمند او کندهار کې شوي او زمونږ د لسګونو وطندارانو ژوند یې واخیست، اودریدلو، د پاکستان د سفارت ترشا پورې لاړو اد سفارت مو د جاسوسۍ د ځالې په توګه یاد کړاو له افغان حکومت مو غوښتل چې له پاکستان سره دې اړیکې وشلوي".

پاکستان په کابل کې د نننۍ ورځې د لاریون په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو دغه هیواد چارواکو تل د افغانستان په چارو کې خپل لاس لرل په کلکه رد کړي دي.

همداشان پاکستان ویلي چې په افغانستان کې سوله د دغه هیواد په ګټه هم بولي او د افغان لانجې د هوارلو لپاره یې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ خبرو په ترسره کولو ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG