د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن کې د اسرائیل په پلوۍ د لسګونو زرو کسانو لاریون


لسګونو زرو کسانو سه شنبه نومبر ۱۴ (لړم۲۳) د متحده ایالاتو په پایتخت واشنګټن ډي سي کې د اسرائیل سره ملاتړ څرګندولو په خاطر لاریون وکړ.

په لاریون کې ګڼ شمیر کسانو د اسرائیل دوه رنګي بیرغونه د ځانونو څخه تاو کړي و او د متحده ایالاتو د کانګرس ځینو غړیو هم پکې ویناګانې وکړلې.

یو شمیر لاریون کوونکو په لوحو کې شعارونه لیکلي و چې پکې د حماس وسله والې ډلې څخه د هغو برمته شویو کسانو خوشې کیدو غوښتنه شوې وه چې دې ډلې د اکټوبر ۷ مې بریدونو کې د ځان سره وړي.

د یو برمته شوي مور چې پدې لاریون کې یې برخه اخیستې وه وویل چې د ګڼ شمیر خلکو د کورنیو زړونه ځوریدلي دي.

دې مظاهرې ته د "اسرائیل لپاره لاریون" نوم ورکړل شوی و، د یهودانو ضد کړنو سره د مبارزې کولو او د حماس ډلې لخوا د برمته شویو کسانو خوشې کیدو غوښتنه پکې وشوه.

د اسرائیل جمهور رئیس ایزاک هرزوګ چې دې لاریون ته یې د بیت المقدس څخه د ویډیو کنفرانس د لارې خبرې کولې وویل دا لاریون پدې خاطر کیږي چې هر یهود په اسرائیل، امریکا او نړۍ کې په ویاړ او خوندي توګه ژوند وکړي.

هغه وویل، "هیڅوک مو نشي ماتولی".

د سنا په مجلس کې د اکثریت ګوند مشر چک شومر او د استازو مجلس مشر مایک جانسن هم لاریون کوونکو ته ویناوې وکړلې.

ښاغلي شومر چې په متحده ایالاتو کې تر ټولو لوړ پوړی یهودي منتخب چارواکی دی، د برمته شویو کسانو د کورنیو غړیو ته یې وویل، "امریکا ستاسو درد احساسوي".

تر دې وړاندې زرګونو کسانو د همدې روانې نومبر میاشتې په ۴مې په واشنګټن ډي سي کې د فلسطینیانو په پلوۍ مظاهره وکړه او په جمهور رئیس جو بایډن یې د اسرائیل سره د ملاتړ له کبله انتقادونه وکړل.

ځینو مظاهره چیانو د فلسطین بیرغونه رپول او لوحې یې هم لیږدولې چې پرې لیکل شوي و، "فلسطین آزاد کړئ، په غزې محاصره همدا اوس پای ته ورسوئ".

یو شمیر مظاهره چیانو بیا د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن په خلاف شعارونه په لوحو لیکلي و.

په یوې لوحې کې لیکل شوي و، " بایډن، تاسو نشۍ پټیدی، تاسو په ډله ایزې وژنې لاسلیک کړی. مونږ ډله ایزې وژنې ته نه وایو".

سره لدې چې د فلسطینیانو په ملاتړ لاریون کوونکو په غزې کې د عامو خلکو کړاونو په هکله تمرکز درلود، خو د سه شنبې ورځې په لاریون کې چې د اسرائیل په ملاتړ وشو، لاریون کوونکو د حماس ډلې پر ضد غصه څرګندوله.

په یوې لوحې باندې لیکل شوي و، "حماس نابود کړئ".

اسرائيلي مقامات وايي چې د حماس په بریدونو کې چې د اکټوبر میاشتې په ۷ مې یې وکړل، شاوخوا ۱۲۰۰ تنه پکې وژل شوي دي. مخکې یې دا شمېر ۱۴۰۰ ښودلی و.

بل پلو بیا په غزې کې د روغتیا د برخې مسئولین وایي چې د اسرائیل په بریدونو کې شاوخوا ۱۱۰۰۰ کسان وژل شوي دي چې ۴۰ په سلو کې یې ماشومان دي.

د مرګ ژوبلې دا ارقام کومې خپلواکې سرچینې ندي تائید کړي.

د اسرائیل د دغو بریدونو له کبله د غزې د ۲.۳ میلیون نفوس دویمه برخې بې کوره او بې سرپناه شوي هم دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG