د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ په ګڼو ښارونو کې د فلسطینیانو په ملاتړ لاریونونه شوي


دا چې پر غزه تړانګې اسرائیلي پوځ خپل ځمکني او هوايي عملیات پراخوي، له فلسطیانیانو سره د ملاتړ په موخه د شنبې پر ورځ په سلګونه زره خلک د اروپا، منځني ختیځ او اسیا په‌ ښارونو کې په لاریونونو راوتلي وو.

په دې لړ کې تر ټولو ستر لاریون د لندن و چې شمېر یې ان تر ۷۰ زره زیات ښودل شوی دی. دوی د بريتانیا د حکومت له صدراعظم ریشي سوناک څخه د اوربند غوښتنه کوله.

پر دې مهال یوې لاریون کوونکې کامیلا ریوولتا وویل، "دمګړۍ د نړۍ ستر قدرتونه کافي هڅې نه کوي. ځکه خو موږ دلته راوتي یو. موږ د اوربند غوښتنه کوو، موږ د فلسطینیانو لپاره د حقونو غوښتنه کوو. د ژوندي پاتې کېدو غوښتنه کوو، د بشري حقونو غوښتنه کوو. "

هغې وویل، "موږ د حماس لپاره نه یو راوتلي. موږ د فلسطینیانو د ژوند ژغورنه غواړو. "

له واشنګټن سره د همغږۍ په سبب د سوناک حکومت هم د اوربند غږ لا نه دی کړی خو د غزې ولس ته د بشري مرستو پرېښودو لپاره په جګړه کې د تعطل راوستلو ملاتړ کوي.

بريتانیا د اکتوبر پر اوومه نېټه د جنګي ډلې حماس تر بریدونو وروسته د اسرائیل د خپلې دفاع د حق ملاتړ وکړ. پر اسرائیل په هغه یرغل کې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي وو چې اکثریت یې عادي وګړي وو.

بلخوا د حماس تر ولکې لاندې د فلسطین روغتیا وزارت د شنبې پر ورځ په خپل ورځني راپور کې ویلي، چې درې اونۍ وړاندې په غزه کې له پیل شویو اسرائیلي هوايي بریدونو د مړیو شمېر ۷۶۵۰ ته ختلی دی، په وژل شویو کې ډېر یې عادي خلک دي.

لوېدیځو حکومتونو او ددغو هیوادونو اکثریت وګړو یې د حماس بریدونو له کبله له اسرائیل سره کلک ملاتړ او خواخوږي ښودلې ده، خو د اسرائیل عکس العمل بیا په مسلمان هېوادونو او په خاصه توګه په عربي‌ هېوادونو کې سخت غوسه راپارولې ده.

د مالیزیا په پلازمېنه کولا لمپور کې هم د امریکا سفارت مخې ته یو لوی لاریون وشو.

په ترکیه کې هم یو ستر لاریون د دغه هېواد په پلازمېنه استانبول کې وشو. د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان لوېدیځ قدرتونه د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو د "وژلو اصلي عاملین" وګڼل چې د اسرائیل د پوځ له خوا وژل شوي دي.

ولسمشر اردوغان په استانبول كې د سلګونو زرو فلسطيني پلويانو په غونډه كې وويل: "په غزه كې د قتل عام اصلي مقصر لوېديځ دي."

سره له دې چې د نړۍ بېلابېلو اسلامي هېوادونو پر غزې تړانګې په تېره بيا پر ملکي وګړو د اسرائیل بريدونه غندلي، خو دا لومړی ځل دی چې د يو اکثریت مسلمان هېواد ولسمشر په مستقيم ډول لوېديځ قدرتونه د غزې په تړانګه کې د خلکو په وژلو تورنوي.

د عراق په پلازمېنه بغداد او د اسرائیل تر ولکې لاندې لوېدیځه غاړه کې هم لاریونونه وشول. احتجاج کوونکو په جهاني کچه له اسرائیلي توکو سره د پریکون یا بایکاټ غږ وکړ.

له بل پلوه په یوشمیر اروپايي هیوادونو کوپنهېګن، روم او سټاکهولم کې هم ګڼ خلک واټونو ته په احتجاج راوتي وو.

د فرانسې په ځینو ښارونو کې د جګړې له پیل راهیسې پر لاریونونو بندیز لګول شوی دی، دوی ویره لري داسې نه چې مظاهرې ټولنیزه ترینګلتیا راوپاروي. خو له بندیزونو سره سره د شنبې ورځ په پاریس کې ځینې واړه لاریونونه راوتلي وو.

د نیوزيلنډ په پلازمېنه وېلینګټن کې هم په زرګونو خلکو فلسطیني بیرغونه لیږدول او پر لوحو یې د ازاد فلسطین شعارونه لیکلي ول. مظاهره کوونکو ددغه هیواد تر پارلمانه مارش وکړ.

د لندن د شنبې لاریون پر مهال د اسرائیل سفارت خوا او شا سیمې تر ځانګړي محدودیت لاندې وې.

د پولیسو د اټکل له مخې د لندن لاریون کې څه نا څه ۷۰۰۰۰ کسانو ګډون کړی وو. د تېرې اونۍ په لاریون کې نږدې ۱۰۰۰۰۰ کسانو برخه اخیستې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG